ښځې د خپلې مور مړی درې کاله کور کې ساتلی

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیس وايي، د نجلۍ انا په سیمه کې یوه مخوره او د درناوي وړ ښخه وه، او د سیمې په یوه ښوونځي کې ۳۵ کاله سکرتره او مرستیاله ښوونکې وه.

د امریکا ټکساس ایالت کې یوه ښځه وروسته تر هغه نیول شوې چې د خپلې مور مړی یې په دوو خونو لرونکي کور کې درې کاله ساتلی و. دا کور د دواړو شریک و.

پولیس وايي، ۷۱ کلنې ښځې په ۲۰۱۶ کال کې د وینې د جریان ستونزه لرله‌ او ۴۷ کلنې لور یې لازم خدمت نه دی کړی،‌ همدا وو چې مړه شوې ده.

د دغې ښځې مړی د خوب په یوه خونه کې موندل شوی، خو لور او لمسۍ یې په یوه بله خونه کې اوسېدل.

د ښځې لمسۍ چې پنځلس کلنۍ ته نژدې شوې وه د خپلې انا له مړي سره اوسېده.‌

اوس دغه نجلۍ د ماشومانو په یوه پالنځي کې اوسېږي.

د نجلۍ مور اوس له ۲۰ کلونو بند او لسو زرو ډالرو غرامت سره مخامخ ده‌.

پولیس وايي، د نجلۍ انا په سیمه کې یوه مخوره او د درناوي وړ ښخه وه، او د سیمې په یوه ښوونځي کې ۳۵ کاله سکرتره او مرستیاله ښوونکې وه.

کله یې چې تقاعد واخیست، د ټکساس ایالت سیګوین ښار د لوبو د ټیکټ خرڅولو برخه کې یې کار کاوه.‌

ورته مطالب