د فرانسوي ښکېلاک ضد قبایلي پاڅون مشره لالا فاطمه څوک وه؟

الجزائر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د الجزایر د ښکېلاک لپاره د فرانسوي ځواکونو رسم شوی سمندري لښکر

د ۱۸۵۷ کال شپې ورځې وې، چې الجزایر کې فرانسوي ښکېلاکګرو ځواکونو د لالا فاطمه نسومر د قبایلي پاڅون بل شوی اور مړ کړ،‌ فاطمې تر نیول کېدا مخکې فرانسویانو ته ډېره مرګ ژوبله واړوله.

د دغې الجزایرۍ مبارزې کیسه څنګه ده؟‌

لالا فاطمه په ۱۸۳۰ کال په یوه قبایلي سیمه کې عین الحمام ته څېرمه زیږېدلې،‌ په دې کال الجزایر د فرانسې مستعمره شوی و، د هغې نوم فاطمه سید احمد و چې خپل کلي ته په منسوب شوي 'نسومر' هم مشهوره وه.

پلار یې په کلي کې د قرآن د زدکړو یوې مدرسې مدیر و.‌

فاطمې په ماشومتوب کې قرآن کریم حفظ کړی او نعتونه ویل یې هم زد کړل.

په الجزایر کې د فرانسي اټومي ناسور

الجزایر کې د فرانسوي ارفي ګوردال مړی موندل شوی

الجزایر بدلون ته اړتیا لري

فاطمې مېړه وکړ، خو له مېړه خوښه نه وه، بېرته خپل پلرنۍ کورنۍ ته ستنه شوه،‌ خو مېړه یې له طلاق سره موافق نه و.

هغه مهال فاطمه په خپل کلي کې په تقوا، حکمت او ځیرکۍ مشهوره وه.‌

د عبدالقادر د پوځ مشران

د نولسمې پېړۍ په ۴۰مو کلونو کې زواوه سیمې ته د امیر عبدالقادر د پوځي مشرانو ورتګ ډېر شو، همدا وو چې له دې سیمې یې د پاڅون نوې څپه پیل کړه، په دې قومندانانو کې الشریف محمد الهاشمچې په بومعزه، الشریف محمد الامحد بن عبدالملک چې په ببوغله مشهور و، مهم کسان وو.

د انځور حقوق PHOTO12/UIG VIA GETTY IMAGES
Image caption امير عبد القادر الجزائري

تاریخي سرچینې وايي الشریف الهاشمي فاطمې ته د واده وړاندیز وکړ، خو دا چې هغه لاهم د لومړي مېړه په واک کې وه او طلاق یې نه ورکاوه، له ده سره یې واده نه شوی کولی.‌

فاطمه نسومر ۱۶ کلنه وه چې فرانسویانو د قبایلو سیمې ونیوې، خو د دوی د ښکېلاک پر وړاندې د زړورې لالا فاطمه پاڅون د انقلاب یوه مهمه برخه ګڼل کېده.‌

جنګیالۍ لالا فاطمه

فرانسویانو هغه مهال فاطمه جان دارک جرجره بلله، (جرجره په سیمه کې د یوه غره نوم و)، خو فاطمې دا لقب په شدت سره رد کړی و، بلکې د صحابۍ خوله بنت الازور لقب یې غوره باله.‌

په ۱۸۵۴ کال په سیباو دره کې د فرانسویانو پرضد فاطمې د لومړۍ جګړې مشري پرغاړه واخیسته،‌ نوموړې هغه مهال ۲۴ کلنه وه.‌

د هغه وخت رپوټونه وايي، فرانسوي ځواکونو د مقاومت یو قومندان محمد الامجد بن عبدالملک چې په بو بغله مشهور و، ماتې ته نژدې کړی و، چې فاطمې یې مرستې ته ورودانګل او په زړورتیا یې د فرانسویانو پرضد ټینګه مبارزه وکړه.‌

الجزایریان یې تر شا ودرېدل او فرانسوي ځواکونه یې مات کړل.

د فرانسوي پوځ قومندان جنرال راندون دا ماتې نه منله،‌ ازازغا سیمه یې ونیوه، فاطمې د سیمې خلک راغونډ کړل او له خپلې خاورې دفاع، جهاد او ازادۍ ته یې ور وبلل،‌ همدا وو چې په ۱۸۵۴ کال د تاشکریت جګړه کې فرانسویان مات شول او ۸۰۰ جنګیالي یې ووژل شول او ۳۷۱ نور ټپیان شول.

تر جګړې وروسته راندون اوربند اعلان کړ او فاطمې نسومر هم ومانه، له دې فرصته په ګټې اخیستو فاطمې خپل دفاعي ځواکونه غښتلي کړل.

خو دا اوربند فرانسویانو مات کړ لکه څنګه یې چې له امیر عبدالقادر سره اوربند مات کړی و.

درې کاله وروسته یې بیا برید وکړ، زښت ډېر ځواکونه یې راوستل او فاطمې ته یې ماتې ورکړه، هغه ونیول شوه او ټوله شتمني یې کنګل او کتابتون یې ویجاړ کړل شو.

دې ماتې د فاطمې په روغتیايي وضعیت هم ډېر ناوړه اغېز وکړ، همدا وو چې په زندان کې په ۳۳ کلنۍ کې مړه شوه.

ورته مطالب