د برتانیا د سفیر افشا شوي یادښتونه؛ ټرمپ د اوباما له کسته د ایران تړون پرېښود

US President Donald Trump د انځور حقوق AFP

په واشنګټن کې د بریتانیا د پخواني سفیر افشا شوي یادښت په بنسټ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ددې هېواد پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د 'کینې پاللو' لپاره ایران سره له اټومي تړونه ووت. د "مېل ان سنډې" ورځپاڼې د خبر له مخې سرکېم ډاروک ایران سره د اټومي تړون له وتلو په اړه د ډونلډ ټرمپ پرېکړه یوه 'ډیپلوماټیکه ورانکاري' بللې.

د رپوټ له مخې، دا یادښت وروسته له هغه لیکل شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې د برتانیا د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر باریس جانسن له امریکا هیله کړې وه چې ایران سره اټومي تړون مات نه کړي.

د ایران او امریکا ترمنځ تړون کې موافقه شوې وه چې ایران به د اټومي وسلې غني کولو کچه محدوده کړي.

دې هوکړې نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکوله چې پر ایران لګېدلي بندیزونه لرې کېدو په صورت کې ایران ته ستانه شي.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویل چې دا تړون د ایران پروړاندې کافي ګامونه نه اخلي.

مېل ان سنډې ورځپاڼه لیکي، له امریکا د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر باریس جانس له ستنېدو وروسته، امریکا کې ددې هېواد سفیر لیکلي و، داسې ښکاري چې ډونلډ ټرمپ ایران سره اټومي تړون په "شخصي دلایلو" لغو کړ ځکه چې د ده په خبره دا تړون د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما لاسلیک کړی و.

ویل کیږي د برتانیا پخواني سفیر د ډونلډ ټرمپ او د هغه د سلاکارانو ترمنځ درز یې برملا کړی و چې سپینه ماڼۍ ایران سره له تړون وتلو وروسته چې څه باید وکړي یوه ثابته تګلاره نه درلوده.

ورځپاڼې زیاته کړې چې سرکیم د خپل هېواد بهرنیو چارو وزیر ته په یادښت کې لیکلي: "د دولت نیت دا دی چې یوه ډیپلوماټیکه خرابکاري وکړي، ظاهرا د خپل شخصي او باورونو کې د توپیر له امله، (ځکه) دا تړون اوباما کړی و".

د یادښتونو مکتوبونه وروسته له هغه خپریږي چې برتانیه کې پولیسو رسنیو ته خبرداری ورکړی و چې ډیپلوماټیک یادښتونه افشا نه کړي.

پولیسو ګواښ کړی و هغه خبریالان چې ددې مکتوبونو لا نور جزیات افشا کړي د اسرارو د نقض قانون په ماتولو به تورن شي.

د برتانیې پخواني سفیر د یوې اونۍ وړاندې دغه برملا شویو یادښتونو کې د ډونلډ ټرمپ دولت 'ناکاره' بللی و.

د انځور حقوق PA Media
Image caption ویل کیږي د برتانیا پخواني سفیر د ډونلډ ټرمپ او د هغه د سلاکارانو ترمنځ درز یې برملا کړی و چې سپینه ماڼۍ ایران سره له تړون وتلو وروسته چې څه باید وکړي یوه ثابته تګلاره نه درلوده.

دې کار د امریکا د ولسمشر توند غبرګون وپاراوه او سرکیم یې "‌‌ډېر کم عقل انسان" وباله او ویې ویل چې نور به له هغه سره کار ونه کړي.

له دې سره د برتانیې دولت په امریکا کې د خپل سفیر د یادښتونو په اړه پلټنې پیل کړې.

د برتانیې پخواني سفیر هم له دې کار وروسته استعفا وکړه.

د برتانیا بهرنیو چارو وزارت دا د خپل هېواد په تاریخ کې یوه توره ورځ یاده کړه.

ورته مطالب