انګلنډ د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوال جام وګټلو

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا لومړی ځل دی چې انګلنډ د کرېکټ نړیوال جام ګټي

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو پایلوبه کې یکشنبه کوربه هېواد انګلنډ نیو زیلنډ ته په په سوپر اوور کې ماتې ورکړه. په عادي لوبه او سوپر اوور کې هم منډې مساوي شوې، خو انګلنډ په دې اتل شو چې په خپله پاڼۍ کې یې تر نیو زیلنډ ډېرې شپږیزې او څلوریزې وهلې وې.

د لوبې پچه نیو زیلنډ وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. نیو زیلنډ خپلو ۵۰ اورونو کې په ۸ وېکټو ۲۴۱ منډې وکړې او انګلنډ ته یې د ۲۴۲ هدف وټاکه.

انګلنډ د پنځوسم اوور په وروستي توپ منډې مساوي کړې او لوبه سوپر اوور ته ولاړه. په سوپر اوور کې انګلنډ ۱۵ منډې وکړې. په ځواب کې نیو زیلنډ هم په خپلو ۶ توپونو ۱۵ منډې وکړې.

خو د کرېکټ د اصولو له مخې انګلنډ په دې اتل شو چې په خپله پانۍ کې یې تر نیو زیلنډ ډېرې شپږیزې او څلوریزې وهلې وې.

د انګلنډ بېن سټوکس د خپلو ۹۲ منډو لپاره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په عادي لوبه کې ۸۴ او په سوپر اوور کې ۸ منډې وکړې.

دا لومړی ځل دی چې انګلنډ د کرېکټ نړیوال جام ګټي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پایلوبه کې بېن سټوکس د انګلنډ اتل و او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

په عادي لوبه کې د نیو زیلنډ لپاره ګوپټېل او نېکولس توپوهنه پیل کړه. د انګڼلد لپاره ووکس او ارچر د توپ اچونې پیل وکړ.

په درېیم اوو کې نېکولس د امپایر درماسېنه په اشاره اوټ اعلان شو، اخو نیو زیلنډ ریویو واخیسته او د امپایر پرېکړه ناسمه وخته.

په اووم اوور کې درماسېنه د مارټن ګپټېل د اېل بي ډبلیو اشاره وکړه. نیو زیلنډ یو ځل بیا ریویو واخیسته، خو دا ځل د امپار پرېکړه سمه وه او ګپټېل په ۱۹ منډو د ووکس په توپ وسوځېد.

ورپسې نیکولس او کپتان ویلمسن پر وېکټه ودرېدل او د ۷۴ منډو ملګرتیا یې وکړه. خو کپتان ویلیمسن په ۲۳م اوور کې په ۳۰ منډو د پلنکټ په توپ وسوځېد.

د کپتان له سوځېدو وروسته یې ملګری نېکولس هم ډېر پر وېکټه پاتې نشو او په ۲۷م اوور کې د پلنکټ په توپ په ۵۵ منډو کلین بولډ شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا لوبه د لندن په لارډز میدان کې کېږي

په ۳۴م اوور کې ووډ د راس ټېلر وېکټه هم واخیسته. نوموړی یوازې په ۱۵ منډو وسوځېد. په ۳۹م اوور کې پلنکټ خپله درېیمه وېکټه هم واخیسته او نیشم یې په ۱۹ منډو وسوځاوه.

له دې چټکو وېکټو سره انګلنډ یو ځل بیا په لوبه کې برلاسی شو او د نیو زیلنډ توپوهونکي تر فشار لاندې راغلل.

په ۴۷م اوور کې ګرانډهوم هم د ووکس په توپ په ۱۶ منډو وسوځېد. په ۴۹م اوور کې لېتم هم په ۴۷ منډو خپله وېکټه وبایلله.

په پای کې نیو زیلنډ په خپلو ۵۰ اورونو کې په ۸ وېکټو ۲۴۱ منډې وکړای شوې.

د نیو زیلنډ لخوا لېتم تر ټولو ډېرې ۴۷ منډې جوړې کړې. د انګلنډ لپاره پلنکټ او ووکس هر یوه ۳ وېکټې واخیستې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د انګلنډ لپاره پلنکټ او ووکس هر یوه ۳ وېکټې واخیستې

په ځواب کې د انګلنډ لومړۍ وېکټه په شپږم اوور کې په ۲۸ منډو ولوېده. جېسن رای په ۱۷ منډو د هېنري په توپ وسوځېد. په ۱۷م اوور کې انګلنډ خپله دویمه وېکټه هم وبایلله او جو روټ په ۷ منډو د ګرانډهوم په توپ وسوځېد.

ورپسې په شلم اوور کې جوني بېرسټو هم په ۳۶ منډو وسوځېد.

کپتان مورګن هم ډېر پر وېکټه پاتې نشو او د ۲۴م اوور کې پر لومړي توپ په ۹ منډو وسوځېد او له دې سره نیو زیلنډ په لوبه کې برلاسی شو.

خو ورپسې بټلر او سټوکس پر وېکټه ودرېدل او د دواړو ترمنځ د ۱۱۰ منډو ملګرتیا وشوه.

په ۴۵م اوور کې د دوی ملګرتیا هله ماته شوه چې بټلر په ۵۹ وسوځېد. په ۴۷م اوور کې ووکس هم یوازې په ۲ منډو وسوځېد.

په ۴۹ اوور کې پلنکټ هم په لس منډو وسوځېدو. د هماغه اوور په وروستي توپ ارچر هم په صفر وسوځېد.

په وروستي اوور کې انګلنډ ته بریا لپاره ۱۵ منډې پاتې شوې. سټوکس پر وېکټه ولاړ و او بولټ ورته توپ اچونه کوله.

انګلنډ په دې مهم اوور کې ۱۴ منډې وکړې، منډې مساوې شوې او لوبه سوپر اوور ته لاړه.

د انځور حقوق Getty Images

په سوپر اوور کې لومړی انګلنډ منډې وکړې. بټلر او سټوکس منډو ته راووتل او خپل سوپر اوور کې یې ۱۵ منډې وکړې. سټوکس او بټلر دواړو یوه یوه څلوریزه ووهله.

په ځواب کې د نیو زیلنډ لپاره مارټن ګپټېل او جیمي نیشم د منډو لپاره راووتل. د انګلنډ لخوا ارچر توپ اچونه وکړه. د جیمي نیشم د یوې شپږیزې په مرسته نیو زیلنډ ۱۵ منډې وکړای شوې او لوبه یو ځل بیا مساوي شوه.

خو د کرېکټ د اصولو له مخې انګلنډ په دې اتل شو چې په خپله پانۍ کې یې تر نیو زیلنډ ډېرې شپږیزې او څلوریزې وهلې وې.

انګلنډ وروستی ځل په ۱۹۹۲ کال کې د کرېکټ نړیوال جام پایلوبې ته وتلی و او پاکستان ته یې لوبه بایللې وه.

نیو زیلنډ بیا په تېر نړیوال جام کې چې په ۲۰۱۵ کال کې شوی و پایلوبې ته رسېدلی و، خو اسټرالیا ته یې پایلوبه بایللې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پلنکټ د نیو زیلنډ کپتان ویلیمسن او نېکولس یو په بل پسې وسوځول

د یوه ورځنیو لوبو تېر نړیوال جام کې انګلنډ په لومړیو کې له سیالیو ووت. له هماغه وروسته دې لوبډلې یو ورځنیو سیالیو لپاره پوره چمتوالی ونیوه او پلان یې جوړ کړ او له څلور کاله انتظار او خوارۍ وروسته د نړۍ اتله شوه.

د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې انګلنډ له استرالیا او نیوزیلنډ له هنده لوبې وګټلې.

انګلنډ اسټرالیا ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه. انګلنډ د اسټرالیا لخوا د ۲۲۴ منډو ټاکل شوی هدف په ۳۲ اورونو کې ترلاسه کړ.

د لوبې پچه اسټرالیا ګټلې وه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې ټوله لوبډله په ۴۹م اوور کې په ۲۲۳ منډو وسوځېدله.

په بله نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ هند ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه او له دې سره یې پایلوبه کې د انګلنډ پروړاندې د سیالۍ کولو چانس وموند.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیو زیلنډ د ۲۰۱۵ کال کړېکټ نړیوال جام پایلوبه هم اسټرالیا ته بایللې وه

د انګلنډ لوبډلمشر این مورګن له پایلوبې وړاندې وویل، 'د دې لوبې ګټل به دوی ته د هرڅه په معنا وي'.

د نیوزیلنډ لوبډلمشر کېن ویلیمسن بیا وویل، تېرو کلونو ښودلې چې 'هرڅوک هرچا ماتې ورکولی شي'.

له دې پایلوبې سره د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ هم پای ته ورسېدې چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ او ټولټال پکې ۴۸ لوبې وشوې.

افغانستان هم سږ کال د دویم ځل لپاره د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې ولوبېد، خو خپلې ټولې ۹ لوبې یې وبایللې.

په دې سیالیو کې ټولټال د لسو هېوادونو ملي لوبډلو ګډون درلود چې له اوږد مزل وروسته د انګلنډ، نیو زیلنډ، هند او اسټرالیا لوبډلې پکې نیمه پایلوبو ته ووتلې، او بلاخبره د یکشنبې پر ورځ انګلنډ د لندن په تاریخي لارډز میدان کې نیو زیلنډ ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل د کرېکټ نړیوال جام اتل شو.

ورته مطالب