ایران کې د 'سپین واده' په اړه څومره پوهېږئ؟

ایران د انځور حقوق Getty Images

اوسمهال په ایران کې د نجونو او ځوانانو ترمنځ د 'سپین واده' پدیده لانجمنه شوې ده،‌ چې ان د ایران ستر مذهبي مشر په ګډون جګپوړي چارواکی یې هم په اړه غبرګون ښودلو ته اړایستل شوي دي.‌

دا پدیده له کابو دوو لسیزو راهیسې روانه ده.

'سپین واده' څه ته وایي؟

'سپین واد' د یوه ځوان او نجلۍ ترمنځ په شفاهي ډول د ګډ ژوند کولو یوه هوکړه ده، چې هېڅ کومه شرعي او قانوني بڼه او بنسټ نه لري او هېڅ‌ کوم اړخ هم اړ نه دی چې کوم کارونه وکړي او کوم ونه کړي. دا تړون تر ډېره په لوېدیځو هېوادونو کې د 'بوای فرېنډ' او 'ګرل فرېنډ' ترمنځ اړیکو ته ورته دی، خو هېڅ دودیز او رسمي تړون پکې نه وي، چې ایرانیان ورته "ازدواج سفید" وايي.

پر خواله رسنیو ګڼو فعالانو ویلي، دا پدیده د پلازمېنې تهران په ګډون په لویو ښارونو کې په پراخ ډول موجوده ده.‌

ډېری ځوانانو دا پدیده ستایلې ده چې وايي د نجلۍ او هلک ترمنځ د ګډو ژوند یوه ښه چاره ده چې هېڅ کوم اړخ د تړون پر شرطونو تړلی نه دی.‌

د میډل ایسټ آی وېبپاڼې د رپوټ په وینا، ددغه ډول تړون ملاتړي وايي د چارواکو له خوا پر ځوانانو لګول شوي بندیزونه او له طبیعي ژوند نه د دوی محرومول له دوی نه د ژوند اسانتیا اخیستې ده، دوی هغسې ژوند نه شي کولی لکه څنګه یې چې غواړي، او ځوانان باید ''په خپله خوښه ژوند ونه لري، بلکې د چارواکو په خوښه ژوند غوره کړي".

په محافظه ټولنه کې سپین واده غندل شوی چې وايي د کورنۍ د ویجاړۍ او د هېواد د راتلونکې لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خامنه اي وايي "سپین واده یا د ځوان او نجلۍ ګډ اوسېدل د نړیوال امپریالېزم پلان دی چې د ایران په څېر یوه اسلامي هېواد کې د کورنۍ ویجاړول یې موخه ده".

خامنه اي څه ویلي؟

خامنه اي وايي "سپین واده یا د ځوان او نجلۍ ګډ اوسېدل د نړیوال امپریالېزم پلان دی چې د ایران په څېر یوه اسلامي هېواد کې د کورنۍ ویجاړول یې موخه ده".

ایراني رسنیو د خامنه اي له خولې ویلي، چې "په هېواد کې باید کورنی جوړښت وساتل شي، ځکه چې د ایران دښمنانو د انسانانو ترمنځ د کورنۍ د جوړښت ختمولو هوډ کړی".

دی وايي "د انسانیت دښمنانو یانې نړیوالې پانګوالۍ او صهیونېزم له ۱۰۰ کلونو راهیسې هوډ کړی چې د انسانانو ترمنځ کورنی جوړښت ختم کړي، چې په ځینو سیمو کې بریالي شوي، خو د ایران په څېر نورو سیمو کې بیا پاتې راغلي، خو دوی لاهم هڅه کوي او ددې چارې کامیابولو لپاره هلې ځلې کوي".

سزا

په ایران کې مذهبي مشران دا ډول تړون "سپین واده" ناروا بولي "که ثابته شي چې دوی دا کار کړی، نو شرعي سزا ورکول کېږي، او د دواړو ترمنځ اړیکه زنا بلل کېږي".

خو په ایران کې ګڼ حقوق پوهان او د بشري حقونو فعالان د مېړه او ښځې ترمنځ د ګډ ژوند د ازادۍ پلویان او مدافعین دي، دوی وايي په ناسم اقتصادي وضعیت کې دا ډول واده یوه ښه چاره ده، په تېره بیا په ښارونو کې.

Image caption ایران کې د ښځې پرضد د تاوتریخوالي یوه جوړه شوې صحنه

د بي بي سي فارسي برخې یو خبریال وايي، که څه هم د دې پدیدې په اړه څېړنې شوې، خو په رسمي ډول داسې دقیقې شمېرې نه شته چې ایران کې څومره نجونو او ځوانانو "سپین ودونه" کړي دي.

نجلۍ انصاري چې د سپین واده تجربه لري، میډل ایسټ آی وېبپاڼې ته ویلي، "ایرانیانې اوس له هېڅ شي هم وېره نه لري".

دا زیاتوي: "دلته پر هر څه بندیز دی، پوره یو نسل دی چې په هېواد کې نافذه قوانین بابیزه ګڼي، دا ټول د د دودیزو ودونو د درانه اقتصادي بار له کبله".

یوې بلې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: "سپین واده د دودیز واده پرتله ډېر انسانیت ته نژدې دی، ځکه کوم کار چې کوو د انسانیت د ګډې لېوالتیا زیږنده دی او ماشومان، میراث او نورې اوږدمهاله ګټې پکې نه شته".