له ۱۳۵ ورځو وروسته پاکستان خپل هوايي حریم د ملکي الوتنو لپاره پرانیست

اریانا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان هوایي حریم ۱۳۵ ورځې تړل شوی و

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې پاکستان له ۱۳۵ ورځو وروسته د افغانستان پرمخ خپل ملکي هوايي حریم پرانیستی دی. له هند سره د پاکستان د ترینګلتیا د ډېرېدو له کبله د هوايي حریم تړلو د هوايي چلند شرکتونو ته پاموړ زیانو اړولی.

ددې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان تېره ورځ (چنګاښ ۲۴/جولای ۱۵) مازیګر اعلان کړی چې د خپل هېواد هوايي حریم یې د ټولو ناپوځي الوتنو لپاره پرانیست.

د افغانستان هوايي چلند ادارې د دې ګام هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان هوايي حریم تړل کېدا د سیمې د هوايي ټرافیک د ګډوډېدو لامل شوی و او د افغانستان هوايي برخې ته یې مالي زیان هم اړولی و.

دې ادارې ویلي له دې وروسته به د پخوا په څېر له کابله د هند ډيلي او ممبۍ ته الوتنې د ختیځ له لارې چې د پاکستان له فضا تېرېږي، ترسره شي.

د الوتنو رادار نړیوالې رسمي پاڼې اعلان کړی چې د پاکستان د حریم بیا پرانیستل کېدو وروسته له دې مسیره تګ راتګ شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images

د روان کال په لومړیو کې د پاکستان او هند ترمنځ له ترینګلتیا وروسته پاکستان خپل هوايي حریم د غیرنظامي الوتنو پروړاندې وتاړه.

د پاکستان د حریم تړل کېدا لامل شوه چې له افغانستانه بېلابېلو هېوادو ته د ورځنۍ شاوخواد ۵۰۰ الوتنو مخنیوی وشي.

هره غیر نظامي الوتکه چې د افغانستان له فضا تېرېږي، دې هېواد ته اوه سوه ډالره فيس ورکوي.

له دې وروسته ځینو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې وځنډولې.

د پاکستان د حریم له تړل کېدو وروسته له افغانستانه بهر ته الوتنې د ایران او ځینو نورو هېوادونو له هوايي لارې ترسره کېدې. خو ستونزه پکې دا وه چې الوتنې اوږدې او د ټکټونه قیمتونه لوړ شوي وو.

د پاکستان هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان هوايي چلند چارواکو ویلي و، دوې نوې هوايي لارې یې موندلې دي. د دغې ادارې په خبر پاڼه کې ویل شوي و چې دغه دوې نوې هوايي لارې له ختیځه د لوېدیځ پر لور غځېدلې دي، چې د تاجکستان، چین او ختیځې اسیا د پاسه تېرېږي.

د انځور حقوق FLIGHTRADAR24

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هوايي چلند افغان چارواکو ویلي و چې د پاکستان د هوايي حريم له تړل کېدو راهيسې افغانستان ته تر پنځلس ميليون ډالرو ډېر تاوان اوښتی.

د دې ادارې په خبره، مخکې به هره ورځ د افغانستان له فضا د ورځې له درو تر پنځو سوو الوتکې تېرېدې چې له کبله يې یو ځانګړی فيس د افغانستان حکومت لاس ته ورته خو اوس ان د میاشتې ایله درې سوه تېرې شي.

مسوولان وايي، د پاکستان د هوايي حريم د تړل کېدو مسالې تر ټولو ډېر د کابل- ډيلي مسیر ځپلی. هند ته د درملنې، سوداګرۍ، چکر یا د زدکړو لپاره تلوونکي کسان ګيله من دي چې هم د الوتکو د ټکټونو بيه لوړه ده او هم د ایرن فضايي حريم له لارې هند ته سفر د پاکستان هغه پرتله څو برابره اوږد دی.

تېره میاشت افغان ولسمشر غني په سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې له پاکستاني لومړي وزیر سره د هوايي حریم پر خلاصېدو هم غږېدلی و.

ورته مطالب