د پاکستانۍ سخت دریځې ډلې مشر حافظ سعید ونیول شو

حافظ سعید د انځور حقوق Getty Images
Image caption حافظ سعید له دې مخکې هم لږ تر لږه درې ځله نظر بند شوی او بېرته خوشی شوی دی

د پاکستان حکومت د دغه هېواد پنجاب ایالت کې د جماعت الدعوۃ نومي ممنوع تنظیم مشر حافظ سعید نیولی دی. ځايي چارواکو ویلي، نوموړی د ترهګرۍ ضد قضیه کې له نیول کېدو وروسته د پنجاب ایالت کوټ لکپت زندان ته لېږدول شوی دی.

پر نوموړي تورونه لګېدلي دي چې له ترهګرو سره د مالي مرستې لپاره یې پیسې راټولولې. چارواکي وايي، د جماعت الدعو ۃ او اړوندو تنظیمونو خلاف یې عملیات هم پیل کړي دي.

پاکستاني چارواکو د روان کال په مارچ میاشت کې پر جماعت الدعوۃ تنظیم بندیز اعلان کړ، خو د امریکا متحدو ایالتونو له دې مخکې ۲۰۱۴ کال کې دغه تنظیم د ترهګرو ډلو لېست کې شامل کړی و او مالي بندیزونه یې پرې لګولي وو.

امریکايي چارواکو د حافظ سعید په تړاو معلومات ورکونکو ته د لس میلیونو ډالرو انعام ورکولو اعلان هم کړی و.

له هغه وروسته پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۵ کال جنورۍ کې وویل، د جماعت د جماعت الدعوۃ په ګډون یې د هغو ټولو تنظیمونو شتمنۍ کنګل کړې چې ملګرو ملتونو ترهګرې ډلې بللې دي، خو د حافظ سعید په تړاو پاکستاني چارواکو د سږ کال تر مارچ پورې په نړیواله کچه دریځ دا و چې ''د دوی خلاف د پاکستان محکمو کې هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې او یا داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې دوی په ترهګرۍ کې لاس لري.''

حافظ سعید له دې مخکې هم څو ځله کور کې نظر بند شوی دی. د ۲۰۱۷ کال جنورۍ کې نوموړی لاهور کې نظر بند شو او د شنونکو په وینا لامل یې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا فاینانشل اېکشن ټاسک فورس له تور لېسته د پاکستاني چارواکو ځان ژغورنې هڅه وه.

نوموړی لس میاشتې وروسته خوشی شو.

د انځور حقوق Getty Images

له هغه مخکې ۲۰۰۸ کال کې د هند ممبۍ کې له بمي بریدونو وروسته هندي چارواکو پر نوموړي هغو بریدونو کې د لاس لرلو تور پورې کړ او پاکستان د ۲۰۰۸ کال په دسمبر کې حافظ سعید نظر بند کړ.

چارواکو د نوموړي د تنظیم دفترونه هم تړلي وو، خو په ظاهره یې د نظر بند کېدو لامل د ملګرو ملتونو له لوري پرې لګېدلي بندیزونه وبلل شول.

نوموړی له دې مخکې ۲۰۰۶ کال کې هم نظر بند و. د عمران خان په مشرۍ پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند حکومت نه یوازې د حافظ سعید تنظیم د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړ، بلکې 'فلاح انسانیت' نومي شبکه یې هم ممنوع وبلله او روغتیايي کلینیکونه یې ور وتړل.

خو دې سره هم له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا فاینانشل اېکشن ټاسک فورس د پاکستان حکومت هغه اقدامات چې د ترهګرو ډلو او د دوی مالي سرچینو مخنیوي لپاره یې کړي، کافي نه بولي او د سږ کال تر اکتوبر پورې یې پاکستان ته وخت ورکړی دی، چې دې لړ کې کافي اقدامات وکړي.

ورته مطالب