امریکا ترکیه د ایف ۳۵ جنګي الوتکو له پروژې حذفوي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي دفاعي چارواکي وايي ایس ۴۰۰ سیستم په سیمه کې د ناټو له سیستم سره سر نه خوري.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، ترکیه به د ایف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له پروژې حذف کړي. امریکا دا ګام له روسیې نه د ایس ۴۰۰ توغندیز دفاعي سیستم راوړلو په غبرګون کې کړی. انقره وايي د امریکا دا ګام قانوني بڼه نه لري.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې الن لرد ویلي، په دې پروژه کې د ترکیې حضور ځنډول کېږي او د حذفولو بهیر یې هم په رسمي توګه پیلېږي.

په پام کې وه چې ترکیه به ۱۰۰ ایف ۳۵ جنګي الوتکې اخلي. ددغو الوتکو درې نور اصلي مشتریان جاپان، استرالیا او برتانیا دي.

په پام کې وه چې ددغې معاملې لومړنۍ الوتکه به د روان کال تر پایه ترکیې ته سپارل کېږي.

همدارنګه لسو ترکي شرکتونو د ایف ۳۵ بېلابېلو نهو سوو پرزو لپاره کار وکړي چې د قرارداد کچه یې شاوخوا ۹ میلیارد ډالرو ته رسېده.

امریکا له پخوا راهیسې له دې پروژې نه د ترکیې د ایستلو په فکر کې وه.

د ترکیې غبرګون

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ددغه ګام په غبرګون کې ویلي، د ایف ۳۵ له پروژې د ترکیې ایستل هېڅ کوم قانوني لامل نه لري او له دې سره هم کوم اړخ نه لګوي چې ترکیه د امریکا یو ملګری هېواد دی.

دغه وزارت له امریکا غوښتي چې له خپلې پرېکړې په شا شي ځکه چې په وینا یې دا یوه "تېروتنه" ده،‌ دا چې امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي، د امریکا دا ګام به د دواړو هېوادونو په زیان تمام شي.

د اختلاف لامل څه دی؟

ترکیې له امریکا سره د ۱۰۰ تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو (ایف ۳۵) اخیستو معامله کړې وه.

خو ترکیې په ورته وخت کې دفاعي برخه کې خپله خپلواکي ساتل وه.‌

انقرې د ۲٫۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د روسیې ۴۰۰ ایس دفاعي سیستم واخیست او روسیې ته یې خپل وسله وال ځواکونه د روزنې لپاره واستول.

د انځور حقوق Russian Ministry of Defence
Image caption انقرې د ۲٫۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د روسیې ۴۰۰ ایس دفاعي سیستم واخیست او روسیې ته یې خپل وسله وال ځواکونه د روزنې لپاره واستول.

ترکیې ویلي وو، امریکا د دفاعي توغندیو د بدیل ورکولو کې سستي کړې ده.

امریکايي دفاعي چارواکي وايي ایس ۴۰۰ سیستم په سیمه کې د ناټو له سیستم سره سر نه خوري.

ترکیه د ناټو په ۲۹ غړو کې دویم لوی پوځي ځواک دی او سوریې، ایران او عراق سره د پولو له کبله له مهم ستراتیژیک اهمیت سره د امریکا په مهمو متحدینو کې راځي.

ترکیې او روسیې د سوریې په جګړه کې مهم رول لوبولی دی، او هلته یې د ځینو وسله والو ډلو پوځي او د وسلو ملاتړ هم کړی دی.‌

خو په وروستیو کې د ناټو له غړو هېوادونو او اروپايي ټولنې سره د ترکیې اړیکي خراب شول.

ورته مطالب