نړیواله محکمه: پاکستان دې د هندي افسر پر اعدام بیا کتنه وکړي

هند د انځور حقوق UN PHOTO/ICJ-CIJ/FRANK VAN BEEK

د عدالت نړیوالې محکمې پاکستان ته امر کړی چې د هند د سمندري پوځ یوه پخواني افسر ته د جاسوسۍ د تورونو په تړاو پر اعلان کړې سزا بیا کتنه وکړي.

محکمې همداراز پرېکړه کړې، چې اسلام اباد کولبوشن جادو ته د هند د سفارتي چوپړونو پر مخنیوي له نړیوال قانونه سرغړونه کړې ده.

پاکستان وايي، ښاغلی جادو پر ۲۰۱۶ کال د دغه هېواد په نارام ایالت بلوچستان کې نیول شوی و.

یو کال وروسته یوې پاکستانۍ پوځي محکمې هغه د جاسوسۍ او ورانکارۍ د تورونو په تړاو د مرګ په سزا محکوم کړ.

د هند او پاکستان دفاعي لګښتونه په ډېرېدو دي

د هند او پاکستان تر منځ تاو تریخوالي ته د ځايي خلکو غبرګون

اسلامي دولت نومې ډله په پاکستان او هند کې ځای مومي؟

هند دغه تورونه رد کړي او د ملګرو ملتو محکمې ته یې ویلي چې هغه په ناقانونه توګه او له یوه راڼه بهیر پرته بندي شوی او محکوم شوی دی.

خو د عدالت نړیوالې محکمې د هند دا غوښتنه رد کړې چې ښاغلی جادو دې را خوشې او خپل هېواد ته ستون کړل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رویش کومار وویل هېواد به یې د ښاغلي جادو د را خوشې کولو له هڅو تېر نه شي.

د انځور حقوق Twitter

د هاګ نړیواله محکمه کې چېرې چې د کلبوشن قضايي بهیر روان دی، په دې قضیه کې دې محکمې د کلبوشن د اعدام ځنډولو په اړه د هند استیناف غوښتنه رد کړې او همدلته یې پاکستان ته امر کړی چې د نوموړي د اعدام په سزا بیا کتنه وکړي او هغه ته د حقوقي مشورو لاسرسی برابر کړي.

دې محکمې د پاکستان لخوا د هند په استیناف غوښتنه لګیدلي اعتراضونه هم رد کړي او ویلې یې دي چې پاکستان ښاغلي کلبوشن ته د مشورو ترلاسه کولو اسانتیا نه ده ورکړې او د ویانا د کنوانسیون د ۳۶ مادې خلاف کار یې کړی.

د نړیوالې محکمې پریکړې ته دواړه هېوادونه د خپلې بریا په توګه ګوري. د مودي حکومت د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیرې شسما سوراج او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا دا فیصله خپله بریا بللې.

د انځور حقوق AFP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې محکمې له پریکړې وروسته خبري کنفرانس ته ویلي چې د نړیوالې محکمې پریکړه د پاکستان بریا ده.

هغه ویلي: "نړیوالې محکمې د پاکستان د پوځي محکمې پرېکړه نه ده رد کړې او له کلبوشن جادو سره به د پاکستان قانونو مطابق چلند کیږي."