پاکستان: پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي نیول شوی

شاهد خاقان عباسي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف له نااهل اعلانېدو وروسته شاهد خاقان عباسي د پاکستان موقت لومړي وزیر په توګه اعلان شوی و

پاکستاني چارواکو د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي نیولی دی. د نوموړي مسلم لیګ (نواز) ویانده مریم اورنګزیب وايي، نوموړی د ګوند مشر شهباز شریف خبرې غونډه کې ګډون لپاره لاهور ته پر لار و، چې نیول شوی دی.

د پاکستان احتساب ملي ادارې ښاغلی عباسي د خپلې خوښې یوې کمپنۍ ته د ټیکې ورکولو په تور نیولی دی. چارواکي وايي، نوموړي هغه مهال د ۱۵ کلونو لپاره دغه ټیکه ورکړې، چې د پاکستان پټرولیم چارو فدرالي وزیر و او حکومت ته یې د میلیاردونو روپیو زیان اړولی دی.

د یادونې ده چې د مسلم لیګ نواز ګوند حکومت پر مهال پاکستان کې د انرژۍ بحران کابو کولو لپاره له قطر نه د ایل این جي ګاز صاردولو پرېکړه شوې وه، چې اپوزیسیون ګوندونو ورسره مخالفت کړی و او وروسته په دغه پروژه کې د فساد تورونه هم لګول شوي وو.

د پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف په ګډون د پاکستان مسلم لیګ یو شمېر نور مشران هم دا وروستیو کې نیول شوي دي او د دغه ګوند اوسنی مشر شهباز شریف هم له نیول کېدو وروسته د ضمانت بدل کې خوشی شوی دی.

شاهد خاقان عباسي د ۲۰۱۷ کال دوبي کې د پاکستانۍ محکمې له لوري د هغه مهال لومړي وزیر محمد نواز شریف له نا اهل اعلانولو وروسته د خپل ګوند له لوري د موقت وخت لپاره د لومړي وزیر په حیث ګومارل شوی و.

د انځور حقوق ARG
Image caption شاهد خاقان عباسي د ۲۰۱۸ کال اپریل کې د پاکستان لومړي وزیر په توګه کابل کې له افغان مشرتابه سره لیدلي و.

نوموړی د پنجاب ایالت مري سیمه کې زېږېدلی او پلار یې خاقان عباسي د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال محمد ضیاالحق له نژدې ملګرو یو و.

نوموړي له ۱۹۸۸ کال وروسته سیاست پیل کړ او له هغه وروسته شپږ ځله د پاکستان ملي اسمبلۍ يا پارلمان غړی وټاکل شو.

نوموړی د ایر بلیو په نامه خصوصي هوايي شرکت لري او د دریم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته محمد نواز شریف نوموړي ته د طبیعي سرچینو او پټرولیم وزارت چارې سپارلې وې.

اړونده مطالب