اسراییل: لرغونپوهانو د ۱۲۰۰ کاله پخواني جومات اثار موندلي

اسراییلو کې لرغونپوهانو یو جومات موندلی، چې باور کېږي، نژدې ۱۲۰۰ کاله مخکې ودان شوی.

د دغه جومات اثار د راهت په بیدوین سیمه کې موندل شوي چې د کارپوهانو په خبره د ۷ او اتمې میلادي پېړیو تر منځ ودان شوی دی.

د دغه جومات اثار د اسراییل بیدوین سیمې په نیګیف سارا کې موندل شوي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغه جومات اثار د اسراییل بیدوین سیمې په نیګیف سارا کې موندل شوي
د دغه تاریخي جومات اثار د ودانیزو چارو بهیر کې موندل شوي دي. د انځور حقوق Israel's Antiquities Authority
Image caption د دغه تاریخي جومات اثار د ودانیزو چارو بهیر کې موندل شوي دي.
ځايي مسلمانان د تاریخي جومات موندلو شویو اثارو منځ کې لمونځ ادا کوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي مسلمانان د تاریخي جومات موندلو شویو اثارو منځ کې لمونځ ادا کوي.

د اسراییلو لرغونو اثارو اداراې (ای اي اي) چارواکو په خبره د دغه جومات اثار په نوموړې سیمه کې د ودانیزو چارو په لړ کې رابرسېره شول.

مسوولین وايي، دا په دغه سیمه کې د هغې زمانې د پاتې جوماتونو لومړنی هغه دی چې د ځینې نورو اثار یې په مکه مکرمه او بیت المقدس کې هم پاتې دي.

د تاریخي اثارو کېندنې ماهرین سلیګمان او شهار زور په وینا:

(دا په نړۍ کې له کمساري موندنو یوه ده.)

څېړونکي وايي، دوی باوري دي چې دغه جماعت کې لمونځ کوونکي به ځايي بزګران وو.

د اسراییلو انتیک اثارو ادارې شهار زور د دغه جومات په اړه معلومات وړاندې کوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسراییلو انتیک اثارو ادارې شهار زور د دغه جومات په اړه معلومات وړاندې کوي.

کارپوهان وايي، دغه جومات مستطیل ډوله ودان شوی، چت یا بام یې نه درلود او د مکې مکرمې پر لور یې یو محراب درلود. ښاغلی سلیګمان وايي:

''دا ټول هغه علامات دي چې د جومات ودانولو لاملونه ښيي. ''

د اسراییلو انتیک اثارو ادارې یاسر الامور د جومات له اثارو یوه ډبره ښيي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسراییلو انتیک اثارو ادارې یاسر الامور د جومات له اثارو یوه ډبره ښيي.

د اسلامي تاریخ یوه ماهر ګایدون افاني په خبره داسې معلومېږي چې د عربانو لخوا د هغې سیمې له فتح کولو وروسته چې اوس اسراییل دی او هغه مهال د بازنطین په نامه یادیده، دغه جومات ودان شوی دی.

نوموړی وايي:

''د جومات او شاوخوا کلي موندنه د هېواد تاریخ څېړنې په لړ کې خورا مهمه موندنه ده. ''

د ټولو تصویرونو حقونه له ګیتي امیجز او اسراییل لرغونو اثارو له ادارې سره خوندي دي.

ورته مطالب