عربستان کې د لوېدیځې پاپ موسیقۍ لومړنی عام کانسرټ جوړ شو

جده د انځور حقوق EPA
Image caption د جدې سندریزه مېله د روانې جولای میاشتې پر ۱۸مه د پاچا عبدالله سپورتي مېنه کې پیل شوې ده.

د سعودي عربستان جده ښار کې د نړیوال فسټیوال په درشل کې د لوېدیځې پاپ موسیقۍ لومړنۍ عمومي سندریزه مېله ترسره شوه، چې د جانیت جاکسن په ګډون د امریکا ځینو سندرغاړو په کې ګډون کړی و.

د کرېس براون په څېر نورو امریکايي پاپ سندرغاړو هم د جدې نړیوال فسټیوال کې د خپل ګډون په اړه ویلي.

وړاندې امریکایۍ سندرغاړې نیکي میناج په دې ننداره کې د نه ګډون اعلان کړی و.

د جدې سندریزه مېله د روانې جولای میاشتې پر ۱۸مه د پاچا عبدالله سپورتي مېنه کې پیل شوې ده.

په نیویارک کې د غیر انتفاعي "بشري حقونه" مؤسسې ویلي، چې هنرمندان دې د سعودي دغې نندارې ته نه ورځي، ځکه چې په وینا یې هلته په هوټلونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې نر او ‌ښځې سره جلا دي.

ددغې امریکایي مؤسسې مشر تور هالفورسن په یوه خبرپاڼه کې پر امریکايي ګډونوالو هنرمندانو نیوکه کړې ده:‌ "له بده مرغه دوی پر اخلاقو پیسو ته ترجیح ورکړه".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بشري حقونو د ډلو د اعتراضونو سربېره جانیت جاکسن د جدې نړیوال فسټیوال کې ګډون کوي

دی وايي: "غالباً دوی د نرښځو او د ښځو د حقونو د ملاتړ چیغې وهي، خو ښکاري چې دا ځل د اوو عددونو لرونکي بانکي چک له کبله استثنا شته".

سعودي له تېر یوه کال راهیسې د اصلاحاتو شاهد دی، چې ښځو د ازادۍ ورکولو سربېره په دې هېواد کې پر موسیقۍ او سینما بندیز لیرې کېدونکی دی. د نیکي میناج پر ځای جانیت جاکسن د سعودي سندریزه مېله کې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکایی سندرغاړی ۵۰ سینت

ورته مطالب