ستاسې د څېرې په اړه د فېس اپ اټکل څومره سم دی؟

د انځور حقوق Getty Images

داسې ښکاري چې نن سبا ګڼ شمېر خلک فېس اپ نومي اپلیکشن کاروي. د خواله رسنیو پاڼې له داسې انځورونو ډکې وینو چې ځوانو خلکو د دغه اپلیکېشن پر مټ چمتو شوي د خپل تېر عمر تصویرونه پرې خپاره کړي وي.

پر دغه اپلیکشن یا اپ نیوکې هم شوې دي. داسې خبرداری هم ورکړل شوی چې ګواکې چمتو کوونکي يې د خلکو معلومات یا ډيټا استعمالوي. د امریکا متحدو ایالتونو کې خو ځینې سیاستوالو د خپل هېواد له څارګرې ادارې (ایف بي ای) چارواکو ان غوښتي چې باید د دغه اپ په تړاو معلومات راټول کړي.

خو له دې ټول بحث سره موږ پر دې غږیږو چې دغه اپ ځوانو کسانو تصویرونه څومره په کره توګه پاخه عمر ته اړوي او د دې لپاره مو د ځینې مشهورو کسانو د ځوانۍ تصویرونه ورکړل چې اپ یې په پاخه عمر کې څنګه ښيي او بیا مو د دغو کسانو تازه تصویرونه هم ورسره یو ځای کړل.

سر ایان میکیلین

د انځور حقوق Getty Images/FaceApp/Alamy

د مشهور ممثل سر این میکیلن سره د اپ رویه سخته ښکاري. کیڼ لور ته د نوموړي تصویر ۱۹۶۸ کې د هغه په شل کلنۍ کې اخیستل شوی. منځنی تصویر د همدې پخواني هغه له مخې فېس اپ چمتو کړی او وروستی تصویر د سر میکلین له وروستي فلمه (اکس مین) اخیستل شوی چې په ۷۵ کلنۍ کې یې پکې رول لوبولی.

سر ډېوډ اټنبورو

د انځور حقوق Getty Images/FaceApp

د طبیعاتو مورخ سر اټینبورو کیڼ لور ته وروستی تصویر ۱۹۶۵ کال کې اخیستل شوی، چې نوموړی ۳۹ کلن و، منځنی تصویر یې فېس اپ چمتو کړی او ښی لور ته هغه یې دا وروستیو کې د ۹۳ کلنۍ په عمر اخیستی.

ډولي پارټون

د انځور حقوق Getty Images/FaceApp

د دې تصویر په کیڼ اړخ کې د مشهورې سندرغاړې ډولي پارټون د ۳۰ کلنۍ تصویر وینو، ورپسې تصویر د همدې له مخې فېس اپ چمتو کړی او ښي لور ته د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې داسې محال اخیستل شوی چې د نوموړې عمر ۷۳ کاله و. هر څه چې دي، خو په اصلي تصویر کې دغه مېرمن د اپ له چمتو شوي تصویره ځوانه ښکاري.

مورګان فري مان

د انځور حقوق Getty Images/FaceApp

مورګن فریمان دغه تصویر کې ښه ښکاري، په ځانګړې توګه کیڼ لور ته تصویر کې چې ۱۹۹۰ کال کې اخیستل شوی دی، چې د نوموړي عمر ۵۰ کاله و. خو د اپ چمتو کړي منځني کې یې د سترګو ځلا نه وینو، خو له نیکه مرغه په تازه اصلي تصویر کې یې د سترګو نور شته، چې د سږ کال جنورۍ کې اخیستل شوی دی.

ارنلډ شوارزینېګر

د انځور حقوق Getty Images/FaceApp

د دغه تصویر کیڼ لور ته د ۱۹۷۶ کال کې اتریش ممثل ارنلډ شوارزینېګر وینو چې ځوان و، منځني تصویر کې د همدې سړي هغه تصویر وینو چې له فېس اپ تېر شوی او ښي لور ته د سیاستوال ارنلډ شوارزینېګر یو تصویر وینو چې ۲۰۱۹ کې د نوموړي ۷۴ کلنۍ پر مهال اخیستل شوی دی.

فېس اپ څه شی دی؟

فېس اپ نوی نه دی، بلکې دا دوه کاله مخکې په یوه بله بڼه وړاندې شوی و، داسې چې د یوه توکم کسانو د څېرې تصویر یې د بل توکم په ډول بدلاوه او له اعتراضونو وروسته بند شو.

دغه اپ په تصویرونو کې پر څېره د موسکار راوستو وړتیا لري او دغه راز څېره سینګار شوې هم ښيي. اپ په لاس د پنځول شویو انځورونو بڼه هم بدلوي، خو معمولاً یې پایله بې خونده وي. دغه اپ د مصنوعي ځېرکتیا پر بنسټ د یوه تصویر پر بڼه یوه بله خیالي بڼه خپروي.