'عمران خان او ټرمپ به د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي'

عمران خان او ډونلډ ټرمپ د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د جولای پر ۲۱ په درې ورځني سفر د امریکا متحدو ایالتونو ته ځي. نوموړی به د خپل سفر پر دویمه ورځ د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وویني، چې د سپینې ماڼۍ اعلامیې له مخې دغه لیدنه کې به د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو پر لا ټینګښت پام ورټول وي.

دغه اعلامیه کې ویل شوي، لیدنه کې به د سیمې سولې، ثبات او اقتصادي ودې په تړاو بحث وشي.

د ښاغلي خان د دغه سفر په تړاو د بي بي سي اردو څانګې په خپرونه ' سیربین' کې یو شمېر کارپوهانو ویلي، دغه سفر کې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکو کې د کوم لوی پرمختګ نښې نه ښکاري، خو په وینا یې د افغان سولې خبرې به مرکزي اهمیت ولري.

د کیټو نومي انسټیټیوټ سحر خان وايي، د پاکستان او امریکا تر منځ بهرني اړیکي له ثبات سره پر مخ ځي او د کوم لوی پرمختګ تمه نه کېږي.

نوموړې وايي، امریکایان پاکستان ته د افغانستان له زاویې ګوري او لږ تر لږه د ولسمشر ټرمپ د حکومت پر مهال ښايي دا تاثر بدل نه شي:

''که څه هم پاکستان داسې تمه لري، خو په دې سفر کې به داسې کوم لوی بدلون را نه شي.''

امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیره شیري رحمان وايي، د عمران خان سفر ځکه مهم دی، چې ډېر ځنډ وروسته داسې یو لیدنه کېږي:

''عمران خان یو فرصت لري او دا به ولیدل شي، چې دی څنګه له دې فرصته ګټه اخلي. د امریکا مهمو کړیو ته څنګه تاثر ورکوي، د پاکستان قضیه څنګه وړاندې کوي او تر کومه حده توانېږي، امریکایان باوري کړي چې پاکستان ته د یوه ځانګړي (افغانستان) له زاویې و نه ګوري.''

شیري رحمان وايي، دا به ښه نه وي که پاکستان نه توانیږي د افغان سولې له بهیره د خپل حالت غوروالي لپاره ګټه وانخلي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption تېره میاشت افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام اباد کې له پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل

ملګرو ملتونو کې د پاکستان مخکینی ځانګړی استازی منیر اکرم وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي:

''دا خورا پیچلي مسایل دي، چې باید پاکستان پکې خپل رول ولوبوي او دا ځکه خورا اړین دي چې پاکستان په افغانستان کې یو اغېز لري او طالبان او ځینې نور خلک د پاکستان خبرې ته غوږ نیسي. له همدې کبله امریکا تر هغه وخته پاکستان ته اړتیا لري چې دغه موضوع حل شوي نه وي او امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.''

سحر خان وايي، د افغانستان په خبرو کې د پاکستان رول مهم دی:

''له نویمو کلونو راهیسې پاکستان له افغان طالبانو سره یو تعلق ساتلی دی او امریکا غواړي چې د دغو اړیکو له استعمالولو سره د سولې خبرو کې مثبت رول ولوبوي.''

نوموړې وايي، امریکا غواړي پاکستان طالبان نه یوازې له امریکا سره بلکې له افغان حکومت سره خبرو ته هم قانع کړي:

''د سولې له خبرو هم ډېره مهمه موضوع د طالبانو غوښتنې دي او زه فکر کوم پاکستان هم نه شي کولای بدلون پکې راولي. لومړۍ غوښتنه له افغانستانه د امریکايي پوځونو د وتلو خبره ده او دویمه غوښتنه یې دا ده چې د اوسني حکومت او افغان اساسي قانون پر ځای نوی حکومت او اساسي قانون رامنځته شي.''

سحر خان وايي، فکر کوي دا هغه غوښتنې دي چې طالبان به نه ترې پر شا کېږي، خو منیر اکرم وايي، په دې باور دی چې د خبرو بهیر کې بېلا بېل لوري دریځ نیسي او د وخت له تېرېدو سره پکې بدلون راتلای شي، ځکه په وینا یې د خبرو هدف معمولاً همدا وي چې د ټولو لپاره د منلو وړ حل وموندل شي.

نوموړی وايي، دا یوه خبره ده چې کله طالبان وايي، له افغان ولس سره خبرې کوي، خو له حکومت سره یې نه کوي:

''ټول باید یو حل ومومي چې راتلونکی حکومت به د چا وي او څنګه باید تشکیل شي او په دې ټول بهیر کې د ټولو لوریو تر څنګ د سیمې او نړیوالو طاقتونو رول هم شته.''

منیر اکرم وايي، ولسمشر ټرمپ د یوه ستر ځواکمن هېواد مشر دی او د پاکستان لپاره د خپلې پالیسۍ په تړاو د ولسمشر ټرمپ ملاتړ خورا مهم دی:

د انځور حقوق FOREIGN OFFICE
Image caption تېره میاشت د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون یو شمېر افغان سیاستوالو پاکستان ته سفر وکړ

''دا ستونزمنه موضوع ده، د ولسمشر ټرمپ له ټویټر پیغامونو داسې ښکاري چې نوموړی له ډېرو ځمکنیو واقعیتونو خبر نه دی او پاکستان اړتیا لري، نوموړي ته ډاډ ورکړي چې دغه هېواد څنګه مثبت رول لوبولی شي.''

د یوې بلې پوښتنې ځواب کې سحر خان وايي، واشنګټن کې د پاکستان پر تله د هند پالیسي تبلیغاتي کمپاین پیاوړی او لوی دی. نوموړې وايي، واشنګټن کې پاکستان ته له دوو زاویو کتل کېږي:

''لومړی د افغانستان له زاویې او دویم دا چې پاکستان د کومو ترهګرو یا ډلو ملاتړ کوي.''

سحر خان وايي، دا ورستیو کې د پاکستان پوځ او ملکي چارواکو تر منځ همغږي مهمه وه او دغه سفر کې به د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي په شریکه له ولسمشر ټرمپ سره وویني.

منیر اکرم وايي، د ایران او امریکا تر منځ ناندرۍ به هم په دې سفر کې د بحث موضوع وي او که تر اوسه په اجنډا کې نه وي، باید برخه یې شي، ځکه په وینا په افغانستان او سیمه کې د ایران رول کافي مهم دي. نوموړی وايي:

''موږ باید ایران د افغانستان سولې بهیر کې شامل کړو او په دې اړه یې باید پر ګټو غور وشي.''