پاکستان کې پر ځغاستلیکه الوتکه د پیلوټ له کنټروله ووتله

پاکستان د انځور حقوق Pervaiz Mir

د پاکستان هوايي چلند یوه اړونده الوتکه د ګلګت پر هوايي ډګر یوه الوتکه د کښېناستو پرمهال د پیلوټ له کنټروله وتلې ده او له ځغاستلیکې وتلې ده.

الوتکه پر یوه ډاګ کې ښکته شوې، خو ټول مسافر یې خوندي دي او له الوتکې ایستل شوي دي.

الوتکه له پلازمېنې اسلام اباده ګلګت ته الوتلې وه.

ځايي خبریال موسی جلونګها بي بي سي ته ویلي، لومړني معلومات ښيي چې په دې الوتکه کې ۴۸ مسافر سپاره وو.

دی وايي، ژغورندویه ډله او پولیس هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

د ګلګت هوايي ډګر کې بېړنی حالت اعلان شوی او د لنډ مهال لپاره تړل شوی دی.

د انځور حقوق Pervaiz Mir
د انځور حقوق Pervaiz Mir