ټوېټر د بهایانو ځورولو له کبله د ایران ځینې رسمي حسابونه ځنډولي

ښکاري دا لومړی ځل دی چې د خوله رسنیو یوه شبکه د بهايي لږکیو اړوندو مسلو په تړاو د ایران د حکومتي رسنیو ټوېټر ګڼونونه ځنډوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښکاري دا لومړی ځل دی چې د خوله رسنیو یوه شبکه د بهايي لږکیو اړوندو مسلو په تړاو د ایران د حکومتي رسنیو ټوېټر ګڼونونه ځنډوي.

ټوېټر د ایران د "صدا او سیما" او "مهر" په ګډون د دې هېواد حکومتي رسنیو ځینې حسابونه له دې کبله ځنډولي، چې بهايي وګړو ته یې له ځورولو ډکې څرګندونې خپرولې.

همدارنګه "مهر دیپلوماسي" او د ایران د مذهبي مشر د اثارو د خپرېدو او ساتنې اړوندې ټوېټر پاڼې هم له کنټروله وتلې دي.

په پیل کې، دغو رسنیو ویلي وو، د ټوېټر پاڼو تړل کېدو لامل یې ظاهراً د ایران له خوا د بریتانیايي تېل وړونکې بېړۍ راګرځول ښودل شوي.

خو یوې باخبره سرچینې په ټویټر کې د بي بي سي په ګډون ځینو رسنیو ته ویلي، یاد ایراني ټوېټر اکونټونه "د ایراني بهایانو د هدفي او همغږې ځورونې له کبله ځنډول شوي".

یادې سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ښکاري دا لومړی ځل دی چې د خواله رسنیو یوه شبکه د بهايي لږکیو اړوندو مسلو په تړاو د ایران د حکومتي رسنیو ټوېټر ګڼونونه ځنډوي.

بهایان د ایران ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته له خپلو ډېرو حقونو بې برخې شول، پر ټولنیزو فعالیتونو او پوهنتونونو کې یې پر زدکړو بندیز ولګول شو.

د بهایانو قبرونه ویجاړ شول، شتمنۍ یې لوټ شوې او د کار فرصتونه ترې واخیستل شول.

ایراني چارواکي بهایانو ته د داسې مذهبي لږکیو په سترګه ګوري چې ایران یې په رسمیت نه پېژني.

ورته مطالب