سوریه کې هوايي بریدونو ۳۱ کسان وژلي

سوریه د انځور حقوق AFP

مرسته کوونکي او ټولنیز فعالان وايي چې د سوریې په شمالي برخه کې پر یو بازار هوايي برید ۳۱ کسان وژلي دي.

دا سیمه د حکومت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده.

دوی وايي د ادلب په سویل معرة النعمان ښار کې جنګي الوتکو بمباریو کې لږ تر لږه پنځوس کسان ټپیان شوي دي او پراخه ویجاړي یې رامنځ ته کړې.

روسیې هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې د دوی جنګي الوتکې په دې بریدونو کې ښکېلې وې.

د سوریې دولت چې روسیه یې ملاتړې ده هڅه کوي دا سیمه له وسله والو مخالفینو پاکه کړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال د اپرېل له ۲۹مې راهیسې شاوخوا ۳۵۰ ملیکان وژل شوي او ۳۳۰ زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

په سوریه کې له اته کلنې کورنۍ جګړې وروسته ادلب، د حماه شمال څنډه او د حلب لویدیځه برخه د وسله والو مخالفینو وروستي تمځایونه دي. په دې سیمه کې شاوخوا دوه میلیونه او اوه سوه زره کسان ژوند کوي. ټاکل شوې وه چې دا د اوربند سیمه شي چې روسیې او ترکيې پرې تېر کال سپټمبر میاشت کې هوکړه کړې وه.

د انځور حقوق AFP

روسیه کې د 'ملکیانو دفاع ډله' وايي، د دوشنبې په ورځ معرة النعمان لږ تر لږه اته وارې د 'روسيې جنګي الوتکو' لخوا بمبار شو‎.

د فرانسې خبري اژانس انځور اخیستونکي چې له سیمې یې عکسونه اخیستل وايي، مرستندویانو او عادي خلکو ټپیان او وژل شوي چې په وینو لړلي و لېږدول.

یوه مرسته کوونکي رویټرز ته ویلي: "مړي په واټونو کې پراته و. خدای دې له دې جنایت کوونکو پوتین او اسد نه انتقام واخلي."

ورته مطالب