څارنوالان: رونالدو به د جنسي تېري په تور محاکمه نه شي

کریسټیانو رونالدو د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فوټبال پورتگالي ستوري لس کاله مخکې د لاس ويگاس هوټل په يوه خونه کې پر دې ښځې د جنسي تېري ادعا په کلکه رد کړې ده.

امريکايي څارنوالان وايي د فوټبال لوبغاړى کريستيانو رونالدو به په نيوادا ايالت کې د جنسي تېري په تور محاکمه نه شي.

۳۴ کلنې کېټرین مېورګا ادعا کړې چې رونالدو په ۲۰۰۹ کال کې پرې جنسي تېری کړی دی.

د فوټبال پورتگالي ستوري لس کاله مخکې د لاس ويگاس هوټل په يوه خونه کې پر دې ښځې د جنسي تېري ادعا په کلکه رد کړې ده.

فوټبال: الجزایر د افریقايي جام اتل شو

امریکا د ښځو فوټبال نړیوال جام اتله شوه

"د فوټبال فدراسیون پخواني مشر له قضايي تعقیبه ځان پټ کړی"

تېر کال په دې اړه پلټنه پيل شوه، خو چارواکي وايي په دې برخه کې داسې شواهد وجود نه لري چې د جنسي تېرې ادعاوې اثبات کړي.

څارنوالانو ویلي چې نوموړې په ۲۰۰۹ کې د تېري پېښه ثبت کړې، خو له دې یې ډډه کړې چې په دې اړه نور معلومات ورکړي چې دا پېښه په دقیق ډول چېرته او د چا لخوا شوې.

د لاس ویګاس پولیسو په ۲۰۱۸ کې د تېري ادعا څېړلې خو ددوی په بیانیه کې ویل شوي: "په دې وخت کې د معلوماتو ارزونې په بنسټ د کریسټیانو رونالدو پروړاندې د جنسي تېري ادعا ثابتېدای نه شي. له همدې امله راتلونکې کې له تورونو سره به مخامخ نه شي."

د انځور حقوق Getty Images

د دې قضیې په اړه تېر کال لومړی ځل جرمنۍ "شپېګل" ورځپاڼې لومړی رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې ویل شوي و چې په ۲۰۱۰ کې کېټرین له رونالدو سره جوړجاړی کړی و چې د ۳۷۵ زره ډالرو په بدل کې چوپ پاتې شي او دا قضیه پټه وساتي.

د هغې مدافع وکیل ویلي، نوموړې د مي ټو (#MeToo) حرکت نه اغېزمنه شوې وه چې خپله قضیه بیا پرانیزي.

رونالدو په ۲۰۰۹ کال لاس ویګاس کې له کېټرین سره له ملاقات انکار نه دی کړی، خو وايي هغه څه چې ددوی ترمنځ شوي د دواړو پرې موافقه وه.