ورځپاڼې: پاکستان د امریکایي فشار له کبله طالبان سولې ته هڅولی شي

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه لیکي امریکايي چارواکي په دې نظر دي چې پاکستان به د فشار په پایله کې د طالبانو ډله په افغانستان کې دایمي اوربند ته چمتو کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر په اړه لیکلي ټرمپ هڅه کوي له پاکستان سره شته ترینګلتیا کمه کړي چې وکولی شي د افغان سولې په چاره کې چټکوالی راشي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي ټرمپ چې پروسږ کال یې د پاکستان مشران په دروغو او دوکې کولو تورن کړل نن یې د همدې هېواد لومړي وزیر ته په سپينه ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه او هڅه یې دا وه چې له پاکستان سره اړیکي سم لوری خپل کړي او په مرسته یې په ګاونډي هېواد افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

ورځپاڼه لیکي امریکايي چارواکي په دې نظر دي چې پاکستان به د فشار په پایله کې د طالبانو ډله په افغانستان کې دایمي اوربند ته چمتو کړي. نیویارک ټایمز زیاتوي ډونالډ ټرمپ څو ځله ویلي غواړي له افغانستانه امریکايي سرتیري وباسي، خو په سیمه کې له سخت دریځو ډلو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې اړیکو د امریکا دا هیلې له خاورو سره خاورې کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې پرمهال ښاغلی ټرمپ هیله من ښکارېده خو دایې هم وویل چې که سیاسي لارې چارې له ناکامۍ سره مخامخ کیږي نو بیا پوځي لاره په مخکې شته.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په اړه په هند کې غبرګونونو ته اشاره کړې چې د کشمیر په مساله کې د منځګړیتوب په اړه یې کړي دي.

ورځپاڼې د یوه مخالف سیاستوال هغه خبره را اخستې چې ویلې یې دي آیا هند د کشمیر په مساله کې د دریمګړي رول په اړه خپل نظر بدل کړی. د کانګرس ګوند غړي Shashi Tharoor پر ټویټر لیکلي فکر نه کوم چې ټرمپ دې پر هغه څه خبر وي چې دی یې په اړه غږیدلی ، یا معلومات نه دي ورکړل شوي او یا د مودي په خبره نه دی پوه شوی او پر دې هم نه دی پوه چې د دریم لوري په اړه د هند دریځ څه دی؟

د انځور حقوق PMO
Image caption برتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز لیکلي د افغان مسالې په برخه کې د ولسمشر ټرمپ لپاره د پاکستان مرسته ډیره اړینه ده ځکه چې دا چاره د راتلونکې کال په ټاکنو کې د امریکا د اوسني ولسمشر لپاره ډیر ارزښت لري

ورځپاڼه لیکي پاکستاني مشرانو تل له امریکايي چارواکو سره په لېدنو کې د کشمیر مساله یاده کړې او د منځګړیتوب غوښتنه یې کړې ده ، نو د عمران خان خبره نوې نه ده ، ورځپاڼه لیکي مخکنیو امریکايي مشرانو دې غوښتنې ته پام نه کاوه ځکه چې هند د کشمیر په مساله کې ددریم ګړي رول سره مخالفت لري.

برتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز لیکلي د افغان مسالې په برخه کې د ولسمشر ټرمپ لپاره د پاکستان مرسته ډیره اړینه ده ځکه چې دا چاره د راتلونکې کال په ټاکنو کې د امریکا د اوسني ولسمشر لپاره ډیر ارزښت لري. ورځپاڼه د پاکستاني ژورنالست احمد رشید له قوله لیکي له امریکا د عمران خان غوښتنې ډیرې زیاتې دي خو د امریکا لپاره یوازې د افغانستان مساله مهمه ده .

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله واشنګټن ته د عمران خان سفر ته ځانګړې کړې او لیکي امریکا درک کړې چې په سیمه کې د پاکستان له همکارۍ پرته ټیکاو ناشونی دی، او دا د پاکستان په ګټه هم ده چې ټولې وسله والې ډلې له منځه یوسي هغه ډلې چې شونې ده د پاکستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکاروي. خو ورځپاڼه لیکي امریکا ته په کار ده چې د هند او بلوچستان په اړه هم د پاکستان اندیښنو ته پام وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان په تړاو یو مطلب خپور کړی او لیکي افغان سولې ته اصلي د ملي روغې جوړې له یوه بهیره تیریږي.

ورته مطالب