اسراییل قدس ته څېرمه د باهر کلي کورونه ویجاړوي

اسراییلي ځواکونو د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د بېلتون دېوال ته څېرمه 'صور باهر' سیمې د 'وادي حي' کلي د لسګونه کورونو ویجاړول پیل کړي دي.

'صور باهر' سیمه له ختیځ قدس څخه څلور کیلومتره لیرې پرته ده چې یوه برخه یې د اسراییلو ترکنټرو لاندې د قدس ښاروالۍ اړونده ده، خو بله برخه یې (چې وادي الحمص هم پکې راځي) د فلسطیني ادارې د لوېدیځې تړانګې اړونده ده.

له صور باهر نه کابو نیم میل لرې، په قدس کې د امریکا د نوي سفارت لپاره ځانګړې شوې ودانۍ ده. همدارنګه دا سیمه د قدس او بیت لحم ترمنځ دوه لارې هم بلل کېږي.

په دې کلي کې د اوسېدونکو وګړو شمېر شاوخوا ۲۵ زره اټکل شوی. چې دا سراییلو له خوا د دېوال جوړېدو له پیله تر اوسه یې پر وګړو د ودانیزو چارو بندیز لګول شوی دی، ځمکې یې استملاک شوې دي.

دغه سیمه کې یو لرغونی ځای هم شته، د زیتون ډېرې ونې پکې دي، چې د ځايي خلکو دي او د دوی د اقتصاد اصلي سرچینه جوړوي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ابو مازن ویلي، پر دې سیمې د اسراییلو کنټرول د پېړۍ د هغې معاملې یوه برخه ده، چې غواړي د فلسطین قضیه ختمه کړي او بیت لحم له قدس ښاره جلا کړي.

خو اسراییلي حکومت وايي، دلته د کورونو ویجاړولو هدف یې د دېوال شاوخهوا سیمې د امنیت خوندي کول دي، دا دېوال قدس له لوېدیځې تړانګې جلا کوي.

هغه ودانۍ چې اسراییلو ویجاړې کړې دي، د جوړېدو جواز یې کابو لس کاله مخکې د فلسطین د پلان وزارت له خوا ترلاسه شوی و.

خو له اوو کلونو راهیسې، د اسراییلو حکومت د دېوال شاوخوا ۲۵۰ مترو پورې د ودانیو جوړول بند کړي دي. فلسطینیان دا د فلسطین پر خاوره د اسراییلو تېری بولي.

دا قضیه د اسراییلو قضا ته وړاندې شوه، چې بالاخره تېره میاشت یې د حکومت پرېکړه ومنله همدا وو چې اسراییلي پوځیان سیمې ته ودانو شویو کورونو ویجاړولو ته واستول شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسراییلو ستره محکمه وايي، دا ځایونه د دېوال د امنیت خونديتابه لپاره ویجاړوي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption ځايي خلک وايي، فلسطیني چارواکو هلته لس کاله مخکې د کورونو جوړولو اجازه ورکړې وه.

ورته مطالب