عمران خان: ډاکټر شکیل اپرېدی یو جاسوس دی

خان د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان وایي امریکا باید د اسامه بن لادن د وژنې عملیاتو په اړه پاکستان خبر کړی وای

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د امریکا متحده ایالاتو ته په لومړني سفر کې له فاکس نیوز ټیلویزیون سره مرکه کې ډاکټر شکیل اپریدی جاسوس بللی. ډاکټر شکیل اپرېدی هغه ۵۴ کلن پاکستانی ډاکټر دی، چې پاکستان امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیولی او له تېرو شاوخوا اتو کالو راهیسې بندي دی.

نوموړي په پاکستان کې د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو کې له امریکا سره مرسته کړې وه، او د بن لادن تر وژنې وروسته د پاکستان حکومت ونیوه.

لومړي وزیر ویلي، که امریکا له پاکستان سره تر عملیاتو وړاندې د بن لادن په هکله مالومات شریک کړي وای، دوی به ورسره مرسته کړې وه.

ښاغلي خان که څه هم د دې پوښتنې ځواب ونه وایه چې د پاکستان حکومت به ډاکټر شکیل اپرېدی خوشی کړي که نه‎، خو زیاته یې کړه چې پاکستان د امریکا ملګری و او د ملګري په توګه باید ورسره د بن لادن د وژنې د عملیاتو په اړه مالومات شریک کړل شوي وای.

د پاکستان لومړي وزیر فاکس نیوز ته وویل:

"دا یوه لویه احساساتي موضوع ده، ځکه چې په پاکستان کې شکیل اپریدي ته جاسوس په سترګه کتل کېږي او موږ په پاکستان کې تل دا احساس کوو چې موږ د امریکا ملګري وو. نو که موږ ته د اسامه بن لادن په هکله کوم مالومات راکړل شوي وای، موږ به د هغه پر ضد ګام اخیستی وای ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران ویلي په امریکا کې د زندانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي په اړه به هم له امریکایي چارواکو سره خبرې کوي

ښاغلي خان دا خبره هم رد کړه چې ګواکې د پاکستان پاکستان په تېر کې د امریکایي استخباراتو په اړه غوږ نه دی ګرولی او کوم اقدام یې نه دی کړی.

د ده په وینا ای اېس ای لومړی ځل د اسامه بن لادن په هکله داسې مالومات شریک کړي وو چې له مخې يې امریکا د بن لادن تر کوره ورسېده.

امریکایي حکومت له پاکستانه څو ځله غوښتي چې ډاکټر اپرېدی خوشې کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په همدې سفر کې له ښاغلي اپريدي سره سره د هغې پاکستانۍ ډاکترې ډاکټر عافیه صدیقي خبرو هم زور اخیستی، چې امریکا د ترهګرۍ په تور نیولې او دا وخت هملته په زندان کې ده.

پاکستانی خبریال متین حیدر چې د امریکايي ولسمشر ډونالډټرمپ او لومړي وزیر عمران خان له رسنیو سره د خبرو پر مهال سپینه ماڼې کې و وايي، کله چې ده د یادې پاکستانۍ ډاکټرې په هکله له ښاغلي خان څخه پوښتنه کوله، نو لومړي وزیر خان هغه ته په اشاره کې وویل، چې تردې پوښتنې تېر شه.

له دې سره چې د پاکستان حکومت او د لومړي وزیر عمران خان پلویان د هغه د امریکا سفر او له ښاغلي ټرمپ سره لیدنه ډېره مثبته بولي، خو په ورته وخت کې د اپوزیسيون سیاستوالو بیا هم پر ښاغلي نیوکې کړې دي چې هلته يې د پاکستان د ملي ګټو پر ضد بیانونه ورکړي.

ورته مطالب