بورېس جانسن د برتانیا نوی لومړی وزیر شو

Boris Johnson and the Queen د انځور حقوق PA Media
Image caption بورېس جانسن نن چارشنبه له ملکې الېزابت سره له کتنې وروسته رسماً د برتیا لومړی وزیر شو

د برتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د لندن پخوانی ښاروال بورېس جانسن نن چارشنبه له ملکې الېزابت سره له کتنې وروسته رسماً د برتیا لومړی وزیر شو. نوموړی پرون سه شنبه د واکمن محافظه کاره ګوند مشر ټاکل شوی و. ښاغلی جانسن به اوس ډېر ژر خپله کابینه اعلانوي.

د لومړي وزارت او ګوندي مشرتابه د څوکۍ لپاره له نوموړي سره د بهرنیو چارو اوسني وزیر جیرمي هنټ سیالي کوله، خو ښاغلي جانسن د نوموړي پر وړاندې د ګوند له غړو یو په دوې برخې ډېرې رایې تر لاسه کړې.

د لومړي وزیر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې بورېس جانسن یو ځل بیا ژمنه وکړه چې هېواد به یې د روان کال اکتوبر میاشتې تر پایه له اروپایي ټولنې ووځي.

پخوانۍ لومړۍ وزیرې تېریزا می نن چارشنبه د وروستي ځل لپاره د صدر اعظمې په توګه د برتانیا پارلمان ته وینا وکړه. نوموړې وویل، پر دې څوکۍ کار کول ورته یو لوی ویاړ و.

پرون د ګوند مشرۍ لپاره سیالۍ کې له خپلې بریا وروسته ښاغلي جانسن ژمنه وکړه چې له اروپايي ټولنې به د برتانیا وتلو ته زمینه برابره کړي، هېوادوال به یو موټی کړي او کیڼ اړخه اپوزیسیون مشر جیرمي کوربېن ته به ماتې ورکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی جانسن به د مخکینۍ لومړۍ وزیرې ترېسا می ځای ناستی وي

نوموړي یو ځل بیا ادعا وکړه چې د دې ټولو چارو لپاره دی له ټولو زړور کس دی. ښاغلي جانسن ژمنه وکړه چې د اکتوبر میاشتې له پای ته رسېدو مخکې به برتانیا له اروپايي ټولنې بهر کړي. دا یوه داسې جنجالي موضوع ده چې له کبله یې یو شمېر برتانوي وزیرانو استعفاوې کړې دي.

بورېس جانسن به په رسمي توګه د تېریزا می ځای ونیسي. نوموړې له پرلپسي هڅو وروسته نه وه توانیدلې له اروپايي ټولنې د خپل هېواد ایستلو هوکړې ته له برتانوي پارلمانه هوکړه تر لاسه کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هنټ او جانسن د پایلو اعلان پر مهال، د ښاغلي جانسن د بریا وړاندوینه شوې وه

بل لور ته د محافظه کار ګوند یوه پخواني مشر ولیم هېګ ویلي، بورېس جانسن باید په یاد ولري چې د یوې داسې برتانیا مشري به کوي چې د ماتېدو له خطر سره مخ ده.

ښاغلي جانسن له مخکینۍ لومړۍ وزیرې تېریزا منی مننه وکړه او د نوموړې په کابینه کې یې خپله دنده د ځان لپاره (ویاړ) وباله.

مېرمن می هم نوموړي ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او له هغه سره یې خپل (ملاتړ) اعلان کړ. د بهرنیو چارو مخکیني وزیر جیرمي هنټ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، سیاسي سیال به یې د هېواد لپاره په اوسنیو سختو شرایطو کې د ښه لومړی وزیر ثابت شي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په یوه ټوېټر پیغام کې بورېس جانسن ته مبارکي ویلې، او د هغه د بریا هیله یې څرګنده کړې.

اړونده مطالب