د کورني تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د روسي ښځو کمساری کمپاین

الینا پوپوا د انسټاګرام له لارې دغه کمپاین پیل کړی او له خلکو غواړي د کورني تاوتریخوالي مخنیوي لایحې پلويتوب وکړي د انځور حقوق ALENA POPOVA
Image caption الینا پوپوا د انسټاګرام له لارې دغه کمپاین پیل کړی او له خلکو غواړي د کورني تاوتریخوالي مخنیوي لایحې پلويتوب وکړي

زرګونه روسیانو پر خواله رسنیو له حکومته د کورني تاوتریخوالي مخنیوي لایحې پارلمان ته د وړاندې کولو او منظورۍ غوښتنه کړې. د بشري حقونو فعالو الینا پوپوا او الیکسندرا میتروشینا له خواله رسنییو له کاروونکو غوښتي د (زه نه غواړم ووژله شم)یا په روسي ژبه ( янехотелаумират #) له هشټګ سره خپل تصویرونه خپاره کړي او یو غوښتنلیک لاسلیک کړي.

د خواله رسنیو کاروونکو دې لړ کې داسې تصویرونه خپاره کړي چې د وهل ټکول کېدو له کبله یې پر بدن ټپونه او د وینو نښې رسم کړې دي.

دې کمپیان سره روسیې کې د کورني تاوتریخوالي په تړاو تاوده بحثونه راپورته شوي دي. د دغه کمپاین پیلونکې الیکسندرا میتروشینا تصویر ۴۲۰ سوه زره ځله (لایک) شوی دی.

شپږو میاشتو کې درې نیم زره ایرانۍ نجونې له کور تښتېدلې

افغان رسټورانټ چې د کورني تاوتريخوالي قربانيانې يې چلوي

د نوموړې پیغام کې د کومیسنوی سیمې یوې اوسېدونکې اوکسانا سادیکوا ټپونه تمثیل شوي چې د اته کلن زوی په مخکې پرې مېړه د چاکو ګوزارونه کړي وو. مېرمن میتروشینا وايي:

''که موږ د کورني تاوتریخوالي مخنیوي قانون درلودای، اوکسانا به نه وژل کېده او د دې لپاره چې داسې یو قانون ولرو، باید خلک یې غوښتنه وکړي. ''

تېره میاشت د روسي ژبې یو بل هشټګ چې وايي، د هغې خطا نه وه (саманевиновата#) او په روسیه کې له ښځو سره د جنسي زورزیاتي او او وهلو ټکولو په تړاو د دغه هېواد پر مخینه پکې نیوکې شوې وې، د روسي ژبې خواله رسنیو پام ځانته کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دغه کمپاین نوښت الکسندرا میتروشینا کړی

اغلې پوپوا وايي، دا ځل تر یوه حده شکمنه وه، چې د (یوه لوی تحریک) پیلولو لپاره به انسټاګرام پاڼه مناسبه هم وي او که نه، خو نوموړې وايي، سره له دې چې د دغه کمپاین پر ځینې ګډونوالو منفي نیوکې هم شوې، یو هم له خپلې مبارزې نه دی پر شا شوی.

نوموړې زیاتوي د دغه کمپاین پایله کې اوس د پارلمان غړو ژبه کې هم بدلون راغلی او دغه لایحه 'ډېره مهمه ' بولي. هغه وايي:

''که ښځې اوږه پر اوږه د یوې بلې تر څنګ ودریږي، بیا داسې لوی ځواک تشکیلوي. ''