ارګ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ارګ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی

افغان حکومت پر واشنګټن غږ کړی دی چې د هغو خبرو سپیناوی وکړي چې پرون ولسمشر ډانلډ ټرمپ کړې وې. هغه پرون ويل کولی شي د افغانستان جګړه په څو ورځو کې ختمه کړي خو نه غواړي لس میلیونه خلک ووژني. ويل یې، کولی شي چې افغانستان د نقشې له مخې ورک کړي او جګړه ژر وګټي. افغان حکومت په یوه اعلامیه کې ويلي - افغانستان به هېڅکله یوه بهرني ځواک ته دا واک ور نه کړي چې - برخلیک یې وټاکي. نور شفق له کابله پر غبرګون حال لري.