د چین پخوانی لومړی وزیر 'د بیجېنګ قصاب' ومړ

لي پېنګ د انځور حقوق Reuters
Image caption له چین بهر د دغو لاریونونو یوه مشر وور کایکسي بي بي سي ته وویل، د لي پېنګ په مړینه خوشاله دی او هغه یې د جولای ۴ مې د ټولوژنې قصاب بللی.

چینايي رسنۍ وايي، د چین پخوانی لومړی و یر لي پېنګ چې په "د بیجینګ قصاب" یې هم شهرت درلود د ۹۰ کلونو په عمر ومړ.‌

نوموړی د دوشنبې په ماښام بیجینګ کې ومړ چې د مړینې لامل یې نه دی روښانه شوی.

هغه د تېرې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې په لوړو څوکیو کار کړی دی.‌

لي پېنګ د 'بیجېنګ قصاب' شهرت ځکه خپل کړ،‌ چې په ۱۹۸۹ کال یې تیاننمین میدان کې د دیموکراسۍ غوښتونکي لاریونیان سخت وځپل.

هغه د خپلو کړنو دفاع کړېده چې وايي "یوه اړتیا وه".

د چین رسمي خبري اژانس شینخوا ویلي، د مخالفانو د پاڅون ماتلو لپاره یې لازم ګامونه واخیستل.

له چین بهر د دغو لاریونونو یوه مشر وور کایکسي بي بي سي ته وویل، د لي پېنګ په مړینه خوشاله دی او هغه یې د جولای ۴ مې د ټولوژنې قصاب بللی.

دی وايي، نړۍ او تاریخ باید هغه یاد وساتي او موږ هیله لرو یوه ورځ به راشي چې د چین د تاریخ کتابونو کې به هم په همدې طریقه یاد شي.

دی وايي، هغو کسانو چې د لاریون پرمهال خپل دوستان له لاسه ورکړي لاهم د عدالت په تمه دي.

چینايي لاریونیانو د ۱۹۸۹ کال اپریل کې په تیاننمین میدان کې د دیموکراسۍ چیغې وهلې، دا مظاهره د کمونیست چین په تاریخ کې تر ټولو لویه وه چې شپږ اونۍ یې دوام وکړ.‌

د انځور حقوق Reuters
Image caption لي يېنګ او د هغه مېرمن ژو لین د ۲۰۰۲ کال فبروري پر ۱۷مه

د جولای په ۳مه شپه، هلته ټانکونه واستول شول او پوځ پر لاریونیانو ډزې پیل کړې چې میدان او ورڅېرمه ځایونو کې ګڼ کسان ووژل او ټپیان شول.

چارواکو وروسته وویل هلته هېڅوک هم نه دي وژل شوي.

چین تر اوسه په رسمي ډول د وژل شویو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو انګېرنې ښيي چې سلګونه کسان وژل شوي. د بشري حقونو ټولنې او عیني شاهدان بیا د زرګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب