ورځپاڼې: افغانانو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لیونی بللی

ټرمپ د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ د افغانستان د ورانولو خبره وکړه خو ځینو افغانانو په دې څرګندونو سره هغه لیونی بللی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو په اړه یو مطلب خپور کړی او سرلیک یې دی ټرمپ د افغانستان د ورانولو خبره وکړه خو ځینو افغانانو په دې څرګندونو سره هغه لیونی بللی.

په دې مطلب کې د افغان دولت هغې اعلامیې ته اشاره شوې چې وايي له امریکا یې د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو وضاحت غوښتی، او زیاتوي ښايي امریکایان د ډونلډ ټرمپ له دا ډول پاروونکو څرګندونو سره عادت وي خو افغانان د افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر له خوا هر ډول تبصرې ته د امریکا د دولت د رسمي پالیسۍ په سترګه ګوري.

ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان په تړاو یې کړي دي ، په پراخه پیمانه غندل شوې، له سیاسي مشرانو نیولې تر خواله رسنیو.

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په یوه مطلب کې واشنګټن ته د عمران خان سفر ته کتنه کړې او لیکي ټرمپ څرنګه کابل او نوی ډیلي پر پاکستان وپلورل؟ لیکوال د ټرمپ دې خبرې ته اشاره کوي چې ویلي یې دي پاکستان به د افغانستان جګړې پای ته رسولو کې له امریکا سره مرسته کوي او زیاتوي په دې خبرو سره ډونلډ ټرمپ د امریکا کړنلاره شل کاله شاته کړله ځکه امریکا غوښتل افغانستان کې هغه سخت دریځې ډلې له منځه یوسي چې پاکستان یې ملاتړ کاوه او د فعالیت په پایله کې د سپتمبر یوولسمې نیټې پېښه رامنځته شوه خو ښاغلي ټرمپ اسلام آباد ته پر کابل ترجیح ورکړه او ویې ویل پاکستان له امریکا سره مرسته کوي چې له افغانستانه ووځي.

لیکوال زیاتوي په دې څرګندونو سره ښاغلي ټرمپ کابل او نوي ډیلي سره په ملګرتیا کې ناځواني وکړه او په هغو تورونو یې سترګې پټې کړې چې ده په خپله پر پاکستان لګولي و او دغه هېواد یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې په دوه مخۍ تورن کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ کابل او نوي ډیلي سره په ملګرتیا کې ناځواني وکړه او په هغو تورونو یې سترګې پټې کړې چې ده په خپله پر پاکستان لګولي و

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په پاکستان کې ددولت له خوا د رسنیو د ځپلو په اړه یو مطلب خپور کړی، دا مطلب په آسیا کې د خبریالانو د ژغورنې کمیټې یوه غړي سټیفن بټلر لیکلی او زیاتوي په پاکستان کې پر میډیا په دې وروستیو کې له نامعلوم لوري څار ډیر شوی او د فعالیت کړۍ یې پرې تنګه کړې. نوموړي د پاکستانۍ ورځپآڼې ډان د مسؤول مدیر هغه خبره را اخستې چې ویلي یې دي پخوا به حکومت له پوځ او استخباراتي کړیو سره د رسنیو په پلوۍ شخړه کوله خو اوس حکومت له پوځ سره د رسنیو پرضد لاس یو کړی.

د مطلب لیکوال وايي په دې وروستیو کې پر رسنیو څار ډیر سخته شوی لکه دا چې خبري خپرونې ځنډول کیږي، خبریالان نه پریښودل کیږي خواله رسنۍ وکاروي، د سیاسي مخالفینو په اړه خبري مطالب نه خپریږي او خبریالان ګواښ کیږي.

لیکوال وايي د حکومت او پوځ خبره یوه ده رسنۍ باید د دولت ملاتړ وکړي نه دا چې نیوکې پرې وکړي او په دې کړنو سره لیکوال وايي پوځ واک په لاس کې اخستې خو له کودتا پرته.

بټلر د حاکم ګوند تحریک انصاف پر ټویټر پاڼه هغه ټویټ ته اشاره کوي چې خبریالانو ته په کې خبر داری ورکړل شوی چې پر حکومت نیوکه خیانت دی او د دښمن د خبرو خپرول د بیان ازادي نه بلکې خیانت دی. په مطلب کې وړاندې ویل شوي عمران خان له ډونالډ ټرمپ سره لیدنه کې له رسنیو هم شکایت کړی.