د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن مسلمان نیکونه

د انځور حقوق Getty Images

تېرو ورځو کې د برتانیا کنزرویټو یا محافظه کار ګوند نوي مشر ټاکنو لړ کې د یوه ټلویزیوني بحث پر مهال د برتانیا نوي لومړي وزیر بورېس جانسن د خپلو مسلمانو نیکونو یادونه وکړه.

ځینې خلکو دا یوازې یوه سیاسي خبره وبلله، خو دې سره نوي بحثونه هم راپورته شول. خو رښتیا دا دي چې څو نسله مخکې د ښاغلي جانسن نیکونه نه یوازې دا چې مسلمانان وو، بلکې غور نیکه یې د عثمانیه سلطنت له مهمو شخصیتونو یو بلل کېده.

د ترکیې مشهوره ورځپاڼه (حریت) لیکي چې د ښاغلي جانسن غور نیکه، علي کمال نومیده چې مشهور خبریال او لبرال سیاستوال و.

د علي کمال پلار احمد افندي نومېده چې سوداګري یې کوله. هغه په ۱۸۶۷ کال کې د ترکیې استانبول کې زېږېدلی و، چې هغه مهال دغه ښار قسطنطنیه بلل کېده.

بورېس جانسن د برتانیا نوی لومړی وزیر شو

'' بورس جانسن خپلو خلکو ته ډېر دروغ ویلي ''

مور یې حنیفه فریدي سرکشايي توکمه وه، چې د احمد افندي دویمه مېرمن وه. علي کمال په استانبول کې له لومړنیو زده کړو وروسته د لوړو زده کړو لپاره جنیوا او پاریس ته سفرونه وکړل او سیاست برخه کې یې لوړې زده کړې وکړې.

علي کمال ۱۹۰۳ کال کې سویټزرلنډۍ مېرمنې سره واده وکړه، چې برتانوي الاصله وه.

د دغې ښځې دوه اولادونه وزېږېدل چې یوه نجلۍ یې سلما او یو زوی یې عثمان علي نومید. د عثمان علي له زېږېدو وروسته دغه انګریزه ښځه ومړه او اولادونه یې پلارګنۍ ته ولېږل شول چې برتانیا کې اوسېدل. دغه دواړه ماشومان د مور له لوري د دوی انا مارګریټ براون وپالل.

د انځور حقوق PA Media
Image caption د برتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د لندن پخوانی ښاروال بورېس جانسن نن چارشنبه له ملکې الېزابت سره له کتنې وروسته رسماً د برتیا لومړی وزیر شو.

برتانیا کې دواړو ماشومانو خپل نومونه د دې لپاره بدل کړل چې په ټولنه کې ځای ومومي.

عثمان علي وروسته ولفریډ عثمان جانسن وبلل شو، چې ځوانۍ کې یې له ایرین ولس نومې فرانسوۍ ښځې سره واده وکړ.

د ولفریډ جانسن او د هغه فرانسوۍ مېرمنې درې ماشومان وزېږېدل چې د بورېس پلار سټینلې جانسن، تره یې پېټر جانسن او ترور یې هیلري وروسته اسټرالیا ته د اوسېدو لپاره لاړل.

علي کمال وروسته د ترکیې عثمانیه سلطنت یوه امیر له لور سره دویم واده وکړ چې صبیحه خانم نومیده او ۱۹۱۴ کال کې د دوی یو زوی وزېږید چې ذکي کنرالیپ نومیده.

علي کمال د خپل سیاسي فکر او نظر له کبله له تبعید سره هم مخامخ شو او په برتانیا او سوریه کې د څه وخت لپاره اوسېده.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې برتانیا د قسطنطنیه کنټرول تر لاسه کړ، علي کمال د برتانوي پوځ پلویتوب وکړ او په یوه لاسپوڅي حکومت کې د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو، خو دې حکومت ډېر دوام و نه کړ او ایله درې میاشتې وروسته نسکور شو.

د یرغلګر پوځ پلویتوب کولو له کبله د نوموړي پر ضد په ځانګړې توګه د کمال اتا ترک په ملګرو کې غوسه ډېره وه، چې د خپلواکۍ جګړه کې یې زیانونه ګاللي وو.

علي کمال د ۱۹۲۲ کال نومبر پر څلورمه د استانبول له یوې سلمانۍ نورالدین پاشا نومي سړي وتښتاوه چې د خپلواکۍ په جګړه کې یې دوه زامن وژل شوي وو. علي کمال په یوه اورګاډي کې بل ښار ته لېږدول کېده چې په یوه تم ځای کې یوه ډله خلکو له ګاډي کوز کړ او په وهلو ټکولو یې وواژه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هنټ او جانسن د پایلو اعلان پر مهال، د ښاغلي جانسن د بریا وړاندوینه شوې وه

د علي کمال له خېله د عثمان علي اولادونو نه یوازې نومونه بدل کړل، بلکې عیسویت یې هم د مذهب په توګه ومانه، خو د دویمې ښځې زوی یې ذکي اولادونه مسلمان پاتې شول.

ذکي کنرالپ د کمال اتاترک له مړینې وروسته ترکیې ته ستون شو او د هغه مهال ولسمشر له ځانګړې اجازې وروسته یې بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړه. نوموړی دوه ځله لندن کې د سفیر وګومارل شو.

د نوموړي یو زوی سنان نومېږي چې استانبول کې د خپرندوی کاروبار کوي او بل زوی یې سلیم د پلار غوندې دیپلومات دی. سلیم او صنعان اولادونه نه لري، ځکه نو د احمد افندي خېل برتانیا کې د جانسن کورنۍ او اسټرالیا کې د هیلري اولادونو له کبله مخکې ځي او د ترکي توکم یوازینۍ نښه پکې د بورس جانسن لیکواله خور ریچل جانسن په نامه کې منځنۍ برخه صبیحه پاتې دی، چې د انا ته یې منسوب دی.

اړونده مطالب