ایا د مراکش له پاچا یې مېرمن رښتیا جلا شوې؟

للا سلمى د انځور حقوق Getty Images
Image caption سلما په وروستي ځل په ۲۰۱۷ کال پر تلوېزیون راښکاره شوه.

‌د تېر کال له اوړي راهیسې داسې ګنګوسې دي چې ګني د مراکش پاچا شپږم محمد له خپلې مېرمنې للا سلما څخه جلا شوی،‌ که څه هم د پاچا دفتر رسماً دا خبر نه دی تایید کړی،‌ خو د شاهي کورنۍ وکیل اریک دیبون موریتي له خوا یوه بیان کې اغلې سلما بناني پخوانۍ مېرمن بلل شوې ده.

شپږم محمد او سلما د۲۰۰۲ کال اوړيکې رباط کې دیوه لوی محفل پرمهال واده وکړ، سلما په راتلونکو کلونو کې په ډېرو رسمي مراسمو کې له پاچا سره راڅرګنده شوه.‌

خو د پاچا په کورني انځور کې د هغې ناسوبتیا دا شکونه پیدا کړل چې ګني طلاقه کړې یې ده.‌ خو هغې په ۲۰۱۸ کال پاریس کې د زړه عملیات کول.

ځینو مراکشي او نړیوالو رسنیو داسې اټکل وکړ چې ګني پاچا له خپلې مېرمنې جلا شوی دی.

سلما په وروستي ځل په ۲۰۱۷ کال پر تلوېزیون راښکاره شوه.

بیا وروسته سلما د سرطان د مخنیوي په څېر په ګڼو نورو فعالیتونو کې هم راښکاره شوه او د الفنا جامع جومات ساحه کې یې هم ځینې اخیستل شوي انځورونه خپاره شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption شپږم محمد

خو د فرانسې (ګالا) ورځپاڼې وروستیو کې د اریک دیبون موریتي له خولې یوه بیان کې له پاچا سره د اختلاف له کبله د سلما د تېښتې خبر دروغ بللی دی.‌

خو په بیان کې سلما د پاچا پخوانۍ مېرمن بلل شوې ده،‌ چې همدې ټکي پر خواله رسنیو د کارنو شکونه ډېر کړي دي.

ځینو وېبپاڼو ویلي چې سلما د جولای پیل کې یونان ته په رخصتۍ تللې وه پاچا هم ورسره وو خو لور یې شهزادۍ خدیجه ورسره نه وه.‌

موریتي یوې فرانسوۍ مجلې ته ویلي، شپږم محمد او پخوانۍ مېرمن یې للا سلما په ټینګار سره هغه ګنګوسې ردوي چې ګني هغه تښتېدلې، یا یې ماشومان تښتولي دي.

دی وايي،‌ دغه ګنګوسې دروغ دي، په رسمي او قاطع ډول دا ګنګوسې د پاچا و د هغه د مېرمنې للا سلمی له خوا رد شوي دي.

اړونده مطالب