بورېس جانسن د برتانیا کابینه کې یو مخیز بدلون راوستلی

کابینه کې شپږ نوي وزیران: له کيڼ اړخه: بورېس جانسن، سجاد جاوېد، پریټي پټېل، ډومینیک راب، ګوېن ویلمسن او بېن والاس
Image caption کابینه کې شپږ نوي وزیران: له کيڼ اړخه: بورېس جانسن، سجاد جاوېد، پریټي پټېل، ډومینیک راب، ګوېن ویلمسن او بېن والاس

د برتانیا نوي لومړي وزیر، بورېس جانسن، واک ته له رسېدو سره سم په کابینه کې کابو یو مخیز بدلون راوستی او ډېر هغه وزیران یې بهر کړي، چې د مخکنۍ لومړۍ وزیرې تېریزا مې تر مشرتابه لاندې یې کار کاوه.

نوي ګومارل شوي کسان تر ډېره داسې څېرې ګڼل کېږي، چې ښايي له اروپايي ټولنې نه له کوم جوړجاړي پرته هم د خپل هېواد د را ایستلو پلوي وکړي.

ښاغلي جانسن بیا ټینګار وکړ، چې په وینا یې که هر څه کېږي، برتانیا به د اکتوبر په پای کې له دې ټولنې راوځي.

په نوې کابینه کې دوه اسیايي توکمي برتانویان پر مهمو څوکیو ګومارل شوي دي.

د لومړي وزیر په توګه له ټاکل وروسته په څو ساعتونو لومړي بوریس جانسون خپله کابینه بشپړه کړه، نوي لومړي وزیر په کابینه کې ژور بدلونونه راوستل، د کابینې نیمايي غړو خپلې استعفاوې وړاندې کړې او یا له ندو ګوښه کړل شول.

په نوې کابینه کې داسې چاته ځای ورکړل شوی چې له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو کلک پلویان دي. هماغسې چې تمه یې کېدله ښاغلي جانسون په خپله کابینه د نورو توکمونو استازو او مېرمنو ته د پام وړ ونډه ورکړه.

له دې ډلې په مخکنۍ کابینه کې د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید چې له اصله پاکستانی دی د مالیې وزیر او پریټي پټيل چې له اصله هندۍ ده د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکله.

ډومینک راب د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی، د هغه ټاکنه په نوې کابینه کې له لویو بدلونو شمیر کیږي.

نوموړی په تېر حکومت کې د له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو د چارو وزیر و خو له مخکنۍ لومړۍ وزیرې ټیریزا مۍ سره یې د اختلاف له امله استعفا وکړه.

دغه راز د دفاع پينې مورډنټ ګوښه کول ډیرو د ته د حیرانتیا خبره وه، هغه په حاکم ګوند کې ډیر پلویان لري. د هغې پر ځای د نوي لومړي وزیر ملاتړی ګریج کلارک چې یو پخوانی پوځي افسر دی ددفاع وزیر په توګه ټاکل شوی.

د نوي لومړي وزیر بوریس جانسون لپاره تر ټولو له ننګونو ډکه چاره له اروپايي ټولنې د برتانیا جلا کولی دي ، خو نوموړی وايي په ټاکلي وخت به دا چاره بشپړه کړي.

د انځور حقوق PA Media
Image caption بورېس جانسن نن چارشنبه له ملکې الېزابت سره له کتنې وروسته رسماً د برتیا لومړی وزیر شو

موږ به له خلکو سره د پارلمان پر شویو ژمنو عمل وکړو او له ټولو ملاحظو سره ، سره به د اکتوبر په ۳۱ نیټه له اروپايي ټولنې ووځو. موږ به نوې او ښه هوکړه ترلاسه کړو.

له هغو فرصتونو چې بریګزټ یې رامنځته کوي د اروپا له نورو هېوادونو سره د نوي او زړه پورې ګډ کار کولو لپاره کار واخلو.

ازاده سوداګرۍ او دوه اړخیزه ملاتړ به زموږ د نویو اړیکو بنسټ وي. بشپړ ډاډ لرم چې په راتلونکو ۹۹ ورځو کې به دا چاره ترسره کړو.

دی په جنجالي څرګندونو چې کله کله د ټوکو بڼه یې هم لرلې ده ، شهرت لري. وړاندې د لندن او په تېر حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر دنده هم ترسره کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب