د بورېس جانسن لومړۍ دنده؛ د 'لاري' پیشو راضي کول

لاري پیشو د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption لاري پیشو

خپل نوي استوګنځي ته د برتانیا د نوي لومړي وزیر بورېس جانسن له تللو وروسته په ۱۰ ډاونېنګ سټریټ کې د هغه هرکلی او چکچکې ورته وشي، خو هلته د یوې کارمنې خوښي ترلاسه کول به یوڅه ګران وي.

'لاري' پیشو د لومړي وزیر دفتر کې د موږکانو د نیولو دنده لري، چې دا دنده له سلګونو کلونو راهیسې دوام لري.

تېرېزا مې

په ۲۰۱۶ کال له 'سنډې ټایمز' ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې تېرېزا مې ویلي وو ''د لاري په لیدو ډېره خوشحاله یم''، خو دې ویلي وو چې د پیشوګانو پرتله له سپیو سره ډېره مینه لري، ځکه پلرني کور کې د ماشومتوب پرمهال یې د کورنۍ نژدې حیوان سپی و.

دا وايي، په ډاونېنګ سټریټ کې ځینې ځایونه د لاري پیشو لپاره ځانګړي شوي او هغې شخصي ځایونه دي، څوکۍ پکې اېښودل شوې دي.

له دود سره سم لومړي وزیران د خپل دفتر له پرېښودو مخکې خپل ژمن کارمنان ستايي، تېرېزا مې ته هم دا فرصت و چې لاري پیشو وستايي.

خو ښ:اري چې لاري پیشو اوس د انسانانو پرتله له خپل همنوږې پیشو پالمرسټن سره ډېره مینه لري.

د دواړو پیشوګانو ترمنځ په ډاونېنګ سټریټ کې لګول شویو کامرو د هغوی د لانجې انځورونه هم ثبت کړي، چې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې ان ساتونکي د پالمرسټن د ژغورلو لپاره ورودانګل.

ډېوېډ کامیرون

د برتانیا پخواني لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون تر استعفا مخکې یوه ناسته کې له لاري پیشو سره له خپل اختلاف پرده پورته کړه، خو تر اختلاف یې مینه ‌ډېره ورسره لرله.

ده وویل ''له بده مرغه، لاري نه شم راسره بېولی، هغه د کور او کارمنو لپاره ده، چې ډېره مینه ورسره لري، زما هم ډېره خوښه ده''.

د برتانیا او امریکا ترمنځ په یوه مهمه شېبه کې لاري ته د امریکا د مخکېني ولسمشر بارک اوباما د کوربتوب ویاړ ورکړل شوی و.

ګورډن براون

د انځور حقوق Huw Evans picture agency
Image caption لاري پیشو

لاري ته د دندې له سپارل کېدو مخکې د سیبیل په نامه پیشو د ډاونېنګ سټریټ مېلمنه وه.

خو کور یې ۱۰ ډاونېنګ سټریټ نه و، بلکې په هماغه کوڅه کې ۱۱ شمېره کور و، هلته د خزانې وزیر الیسټر دارلینګ هم اوسېده.

ټوني بلېر

د انځور حقوق PA Media
Image caption شیري بلېر له هامفري پیشو سره

واک ته د ټوني بلېر له رسېدو سره، هغه باید خپل نوی کور له پیشو سره شریک کړی وای.

Image caption لاري پیشو

ورته مطالب