ورځپاڼې: کابل کې د امریکایي پوهنتون تښتول شوي استادان شاید خوشي شي

امریکايي پوهنتون- کابل د انځور حقوق AUAF
Image caption د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ته وویل د امریکايي پوهنتون استاذانو په اړه به ښه خبرونه ور ورسیږي. هغه وروسته یوه مرکه کې وویل پاکستان ددغو استاذانو د خوشې کولو په هڅو کې ښکیل دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي طالب سرچینو ورته ویلي په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د تښتول شویو استاذانو د خوشې په اړه یې قطر کې د پاکستان په منځګړیتوب خبرې پیل کړي دي، دوی ویلي شونې ده دغه استاذان چې یو یې د استرالیا او بل یې امریکایی دی د زندانیانو د تبادلې په یوه معامله کې خوشې کړل شي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ته وویل د امریکايي پوهنتون استاذانو په اړه به ښه خبرونه ور ورسیږي. هغه وروسته یوه مرکه کې وویل پاکستان ددغو استاذانو د خوشې کولو په هڅو کې ښکیل دی.

برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي ایکسپریس لیکلي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د خپل هېواد پوځي دکتورین ته په اندیښنه کې دي، هغه ویلي پاکستان ته په کار ده په خپله پوځي دکتورین کې د پام وړ بدلون راولي، ځکه دده په وینا اوسني پوځي دکتورین پاکستان د دپلوماسۍ له پلوه له سخت حالت سره مخامخ کړی.

ورځپاڼه لیکي د عمران خان ویره داده چې هسې نه یوه ورځ پاکستان له هند او افغانستان سره په یووخت په جګړه کې ښکیل شي.

ورځپاڼه لیکي عمران خان امریکا ته له سفر وروسته ویلي د پاکستان کړنلاره کې د پام وړ بدلون راځي او نور به د افغانستان په چارو کې لاس وهنه نه کوي. هغه ویلي پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاس وهنې سره پر ځای ددې چې خپل ستراتیژیک عمق خوندي کړي ، زیان یې لیدلی او د افغانستان په کورنیو ستونزو کې طرف واقع شوی.

د سعودي عرب ورځپاڼې عرب نیوز په قطر کې د طالبانو د یوه استازي له قوله لیکلي چې امکان شته طالب استازي په څو اونیو کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري خو هغه ویلي په کار ده پاکستان حکومت طالب استازو ته بلنه ورکړي.

ورځپاڼه لیکي داسې راپورونه دي چې د پاکستان لومړي وزیر له افغان ولسمشر سره خبرو ته د طالب استازو د رابللو په برخه کې مشوره کړې ده او افغان ولسمشر هم ورسره منلې ده. خو باید وویل شي چې افغان حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په لرې پرتو سیمو کې د افغان پولیسو د پوستو او پرې د طالب وسله والو د بریدونو په تړاو یو رپوټ خپور کړی. په دې رپوټ کې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویل شوي چې په لرې پرتو سیمو کې د پوستو د بندولو چاره دوام لري او هدف دادی چې د پولیس په لیکو کې د مرګ ژوبلې کچه راټیټه کړل شوي.

د کورنیو چارو وزارت سرچینو ویلي تر اوسه په ۱۷ ولایتونو کې دوه سوه او لس پوستي تړل شوي او دوه سوه نورې پوستې په پام کې نیول شوي چې باید وتړل شي.

د انځور حقوق EPA
Image caption نیویارک ټایمز وايي، د کابل کندهار پر څېر لاره د پولیسو د پوستو کمېدل امنیتي اندیښنې هم له ځان سره رامنځته کوي

یوه بله اندېښنه چې چارواکي وايي له امله یې پر لویو لارو ځینې پوستې تړل شوې هغه له موټرو د پیسو اخستل دي. د کورنیو چارو وزارت د پلان مشر ورځپاڼې ته ویلي د کابل کندهار پر لویه لاره یو شمیر پوستې له همدې امله تړل شوي چې سرتیرو به یې له خلکو ناقانونه پیسې تر لاسه کولې.

خو نیویارک ټایمز وايي، د کابل کندهار پر څېر لاره د پولیسو د پوستو کمېدل امنیتي اندیښنې هم له ځان سره رامنځته کوي. یوه موټر چلوونکي ورځپاڼې ته ویلي له هغو سیمو کچې پوستې لرې شوي طالبان لویې لارې ته راووځي.

برتانوۍ ورځپاڼې آی لیکلي نوی کابینه ټوله له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو پلویانو نیولې ، او د بریګزیټ پلویان څنډې ته ګوښه کړل شوي دي.

سن ورځپاڼې لیکلي د نوي لومړي وزیر په کابینه کې بدلونونه تر ټولو د ورځپاڼې په وینا وین لړلي دي ځکه ښاغلي جانسون د مخکنۍ لومړۍ وزیرې نیمه کابینه له دندې ګوښه کړې ده.

ګارډین لیکلي په دې بدلونونو سره نوي لومړي وزیر وښودله چې په ډیره بې رحمۍ به له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو چاره ترسره کړي.