اروپا کې سختې ګرمۍ پخواني رېکارډونه مات کړل

د برتانیا برایټون کې ځايي اوسېدونکي د لمر له شدته د ځان ژغورنې لپاره د سمندر غاړې ته وتلي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا برایټون کې ځايي اوسېدونکي د لمر له شدته د ځان ژغورنې لپاره د سمندر غاړې ته وتلي

په لویدځه اروپا کې د روانې اونۍ د سختې ګرمۍ څپه نن پنجشنبه لا پسې توده شوه او ځینو هېوادونو کې یې د ګرمۍ پخواني رېکارډونه مات کړل. په هالنډ کې نن پنجشنبه د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو ګرمه ورځ بلل شوې ده.

د فرانسې شمال کې د ګرمۍ بېړنۍ حالت اعلان شوی او پلازمېنه پاریس کې هم ګرمي د سانتيګراد په کچه ۴۰ ته رسېدلې ده.

د پاریس شاوخوا ۱۹ نورو ولسوالیو کې هم بېړنۍ حالت اعلان شوی او وېره ده چې د فرانسې ځنیو برخو کې ګرمي ۴۲ درجو ته رسېدلی شي.

د انځور حقوق Getty Images

په برتانیا کې نن ځینو سیمو کې د حرارت درته ۳۶ نیمو ته رسېدلې، چې په جولای میاشت کې رېکارډ کچه ده. ځینو سیمو کې اورګاډو ته سپارښتنه شوې چې ورو مزل وکړي، چې هسې نه اوسپنیزې پټلۍ یې وېلې شي.

د انځور حقوق PRESS ASSOCIATION

د برتانیا د موسمیاتو ملي ادارې وایي، اقلیمي بدلون په ټوله اروپا کې د ګرمې هوا څپو لامل شوی. په بلجیم او جرمني کې هم پرون چارشنبه د دې هېوادونو په تاریخ کې تر ټولو ګرمه ورځ رېکارډ شوې وه.

د انځور حقوق DANNY LAWSON/PA WIRE

بلجیم د سختې ګرمۍ له کبله د ټول هېواد په کچه بېړنۍ حالت کړ او خلکو ته یې د احتیاط سپارښتنه وکړه.

فرانسه کې د کوچنیانو وړکتونونه تړل شوي او خلکو ته ویل شوي چې که امکان ولري نو دفترونو او کارونو ته دې نه ځي. داسې هم ویل کېږي چې دې هېواد کې د پنخو کسانو مړینه هم ښایي د سختې ګرمۍ له کبله وي.

د انځور حقوق Getty Images

د جرمني په ځینو شمالي برخو کې سیندونه او ډنډونه وچ شوي دي او ویل کېږي چې کبان له جدي خطر سره مخ دي.

په هالنډ کې بیا روانه اوونۍ په یوه فارم کې د هواکښ د خرابېدو له کبله سلګونه خنځېران مړه شوي وو. په ټوله کې تېره جون میاشت په اروپا کې د تاریخ تر ټولو ګرمه جون میاشت بلل شوې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب