ورځپاڼې: ایا له فغانستانه د امریکایانو وتلو لپاره وخت مناسب دی؟

امریکايي پوځیان د انځور حقوق Getty Images
Image caption لیکوال وايي امریکا ، روسیه او چین درې واړه په افغانستان کې د سوله ییزه حل لپاره شیبې شمیرې

د عرب نیوز ورځپاڼې د یوه مطلب لیکوال پوښتنه کړې آیا اوس له افغانستانه د امریکا د وتلو مناسب وخت دی؟ لیکوال وايي امریکا ، روسیه او چین درې واړه په افغانستان کې د سوله ییزه حل لپاره شیبې شمیرې. خو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو چاره باید د سولې په خبرو کې له پرمختګ سره تړلې اوسې. خو د سولې هوکړه د افغانانو ترمنځ له خبرو رامنځته کېدای شي ، داسې هوکړه چې سیمه ییزه او نړیوال ځواکمن هېوادونه یې ضمانت وکړي.

ددې مطلب لیکوال په دې نظر دی چین د دې لپاره په افغانستان کې ژر د سولې پلوی دی چې د چین او پاکستان د اقتصادي کورېډور په مسیر کې واقع کې دی ، او روسیه هم په افغانستان کې د سولې تر شا اقتصادي موخه لري ځکه روسیه غواړي دا سې یوه لاره رامنځته کړي چې له هند او ختیځې اسیا سره روسیه ونښلوي.

لیکوال وایي سیمه ییز اتصال نن سبا د هر چا لپاره مهم دی او د آسیا په زړه یعني افغانستان کې سوله ټولې سیمه ته ګټه رسوي خو پاکستان ته به تر نورو ډېره ګټه ورسېږي.

په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي افغانستان د بیا رغوانې لپاره یوه مارشال پلان ته اړتیا لري او امریکا ، چین او روسیه کولی شي ددې ماسټر پلان د تطبیق لپاره په ګډه مرسته وکړي، نو اوس له افغانستانه د امریکا د بشپړ وتلو وخت نه دی ځکه په افغانستان کې ټیکاو او پرمختیا د امریکا په ګټه دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې د امریکا په کړنلاره کې د کوم بدلون په معنی نه وې او نه یې هم کوم سیاسي پيغام درلود. خو دا چې امریکایي ځواکونو له افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات کوي نو په افغانستان کې دننه دغو څرګندونو ډیر ناخوښه کړي دي.

ورځپاڼه لیکي افغان چارواکي ځکه ناخوښه و چې دوی تمه لرله ښاغلی ټرمپ به له عمران خان سره لیدنه کې پر پاکستان طالبانو ته د پټنځایونو د ورکولو له امله فشار راوړي.

امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن ایګزمېنر یوه مطلب کې د امریکا د کانګرس داستازو جرګې پر هغې پریکړې نیوکه شوې چې له پاکستان سره په کې پر اوږدمهال اړیکو او ملاتړ ټېنګار شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان ښايي له امریکا د لا ډیرو مرستو تر لاسه کولو هڅه کوي خو د هغه تېر ښيي چې له داسې چا یې ملاتړ کړی چې امریکايي سرتیري وژني

لیکوال وايي ددې پریکړې تصویب هغو امریکایي سرتیرو ته سپکاوی دی چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخستې ده.

ددې مطلب لیکوال وايي دا ځکه چې پاکستان تر اوسه د امریکا د ملي امنیت، دپلوماسۍ او په سویلي آسیا کې د سولې لپاره هیڅ هم نه دي کړي.

ورځپاڼه په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان د اوسني لومړي وزیر عمران خان هغه پرانستي لیک ته اشاره کوي چې پخواني ولسمشر بارک اوباما ته یې لیکلی و او په کې امریکايي ځواکونه د ښکیلاک ګرو ځواکونو او طالبان په کې په حقه ګڼل شوي و.

د واشنګټن ایګزمېنر په دې مطلب کې ټینګار شوی چې له پاکستان سره د ستونزو هوارول ښه کار دی خو دا چاره باید د واقعیتونو په نظر کې نېولو سره وشي، عمران خان ښايي له امریکا د لا ډیرو مرستو تر لاسه کولو هڅه کوي خو د هغه تېر ښيي چې له داسې چا یې ملاتړ کړی چې امریکايي سرتیري وژني.

ترکۍ ورځپاڼې ډیلي صباح لیکلي چې د روسیې جوړ دفاعي سیسټم ایس ۴۰۰ لومړۍ برخه ترکیې ته بشپړه ورسېدله ، ورځپاڼې د ترکیې د دفاع وزارت د چارواکو له قوله لیکلي د دې سیسټم د لومړۍ برخې اړوند وسایل د الوتکو په دیرشو پروازونو کې پلازمېنې انقرې ته رسېدلي دي او تمه ده چې بله برخه هم په نږدې راتلونکې کې ترکیې ته وسپارل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکۍ ورځپاڼې ډیلي صباح لیکلي چې د روسیې جوړ دفاعي سیسټم ایس ۴۰۰ لومړۍ برخه ترکیې ته بشپړه ورسېدله

ډیلي صباح د دفاع وزارت د سرچینو په حواله لیکي چې په ورته وخت کې له امریکا سره هم د امریکایي دفاعي سیسټم پاټریوټ تر لاسه کولو لپاره خبرې روانې دي.

ترکیې لومړی د همدې امریکایي سیسټم تر لاسه کول غوښتل خو د ترکیې د وینا له مخې د امریکا د ناغیړۍ له امله یې په ۲۰۱۷ کال کې پریکړه وکړه چې د روسیې دفاعي سیسټم وپیري.

ورځپاڼه لیکي ترکي چارواکو ویلي د امریکایي دفاعي سیسټم لپاره تر اوسه د امریکا له خوا وړاندې شوې شرایط معقول نه دي.