افغان حکومت او وسله وال طالبان یو بل د جګړې په سختولو تورنوي

د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images

طالبانو ویلي، ښارونو کې یې پر دولتي هدفونو بریدونه د دې لپاره بیا زیات کړي چې د دوی په ټکو، په کلیوالو سیمو کې د حکومت پلوه ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي بیا وايي، دوی پر وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي او په خبره یې، تر هغو به دا بریدونه دوام کوي چې طالبان سولې ته چمتو شي.

افغانستان کې د سولې هڅو ګړندي کېدو سره د تاوتریخوالي او چاودنو څپو هم زور اخیستی او د جګړې ښکېل لوري مقابل لوري ته د ملامتۍ ګوته نیسي.

وسلوال طالبان وايي، افغان حکومت او بهرنیو ملاتړو یې د دوی پرضد بریدونه ډېر کړل، ځکه یې هم خپله جنګي تګلاره بدله کړه.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کال له لومړیو افغان ځواکونو او ملاتړو بهرنیانو یې له دې ډلې د سیمو د ولکه کولو لپاره ډول ډول پلانونه پیل کړي، ځکه دوی هم ستراتيژي بدله کړه.

''موږ چې ښاري سیمو کې خپل بریدونه کم کړي وو دا زموږ د کمزورۍ په مانا نه وه، خو دوی د ولسي خلکو وژنو ته دوام ور کړو، موږ د ملکي خلکو د ساتلو مسوولیت لرو، د خپل مسوولیت له مخې کوښښ کوو د دښمن، مراکز، افراد او هغه نظامي ځایونه په نښه کړو چې دوی ته ډېر تاوان پرې رسېږي او دا به دوام کوي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسله والو طالبانو دې وروستیو کې کندهار او تخار کې هم خونړي بریدونه وکړل.

تېرو دوو ورځو کې وسله والو طالبانو کابل ښار کې د دوو ځان مرګو بریدونو مسئولیت واخیست چې د دوی په وینا هدف یې بهرنیان وو. پر کابل سربېره دغې ډلې دې وروستیو کې کندهار او تخار کې هم خونړي بریدونه وکړل.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی مني چې پر طالبانو د افغان حکومت بریدونه ډېر شوي دي، ښاغلي احمدزي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، څومره چې طالبان برېدونه ډېروي، پر هغوی به د افغان ځواکونو حملې هم ډېرېږي.

''تر هغو چې دوی دا بریدونه کوي موږ به یې پرضد عملیات سختوو او د افغانستان زړور امنیتي ځواکونه به د دوی پرضد جنګېږي، کله چې الفتح عملیات پیل شول، دوی هڅه کوله لس ولایتونه ونیسي، خو نه دا چې ولایتونه یې ونیول، بلکې موږ له دوی څلور ولسوالۍ ترې ونیولې، دوه غزني او دوه فاریاب کې او دا ښکاروي چې دښمن د مخامج جګړې توان له لاسه ور کړی دی. ''

له بلې خوا د سولې عالي شورا لوړپوړی غړی او له طالبانو سره د مسکو او دوحې د خبرو یو مخکښ ګډونوال حاجي دین محمد وايي، ښکېلو خواوو خبرو کې د ډېر امتیاز اخیستو لپاره بریدونه زيات کړي:

''تاسو پوهېږئ چې جګړه سخته شوې او داسې ښکاري ښکېل لوري هڅه کوي چې خبرو کې د ډېر امتیاز ترلاسه کولو لپاره جنګ ډېر کړي، یا هم هغه لوري چې سوله نه غواړي د جګړې تودېدل غواړي، ځکه ځینې پېښو کې طالبانو مسوولیت نه دی منلی او له دې ښکاري چې نور لاسونه هم شته چې غواړي جګړه سخته شي او سوله ونه شي. ''

د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images

د سولې چارو شنونکی مشتاق رحیم وايي، د سولې هڅې پرېکنده پړاو ته رسېدلې او داسې هیلې شته چې یوه نتیجه ولري، ځکه د ده په خبره، ځینې ډلې چې د سولې خلاف وي دا ډول بریدونه کوي:

''د سولې پروسو کې دا تجربه شوې ښکارنده ده، کومې ډلې چې د دې پروسې ګډوډوونکې بلل کېږي دوی هڅه کوي د تاوتریخوالي زیاتلو سره د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي او دا پروسه مختل کړي، د افغان سولې بهیر کې هم داسې د سیمې او په نړیواله کچه داسې لوبغاړي شته چې د دې پروسې بریالیتوب نه غواړي همدا وجه ده چې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. ''

خو د دواړو لورو د بریدونو سختېدو پسې د ولسي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره شوې. د تاوتریخوالي دا څپه په داسې مهال ده چې طالبانو، او امریکا د سولې برخه کې هم هڅې ګړندۍ کړې دي.

په تازه پرمختیا کې د طالبانو د قطر دفتر اوه کسیز پلاوی اندونیزیا ته تللی، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم له څو ورځو راهیسې په سیمه کې دی او امریکا ته د پاکستان لومړي وزیر خپل سفر کې ویلي چې سولې ته به طالبان وهڅوي.