'نړیوال په سوریه کې د ملکي خلکو وژل کېدو په تړاو بې غوري کوي'

د انځور حقوق AFP

د ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارې مشره وايي، تېرو لسو ورځو کې په سوریه کې پر دکانونو، ښوونځیو، روغتونونو او بازارنو د دغه هېواد حکومتي ځواکونو بریدونو کې د ۲۶ ماشومانو په ګډون ۱۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

مېشل باشلیت وايي، دغه کسان 'د حکومت او متحدینو له لوري یې د بې رحمه هوايي بمباریو ' پایله کې وژل شوي دي، چې روسیه هم پکې شامله ده.

نوموړې وايي داسې ګومان نه کېږي چې ګواکې ټول ملکي کسان دې تصادفاً وژل شوي وي.

خبریالانو سره مرکه کې نوموړې 'د نړۍ پر ځواکمن مشرتابه ' له همدې کبله نیوکه وکړه. هغې زیاته کړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له 'بې غورۍ ' وروسته دغه موضوع له نړیوال پامه وغورځېده.

داعش د سوریې سارا کې ۳۵ حکومتي پوځیان وژلي

له سوریې د امریکا وتل؛ مسکو خوشال، واشنګټن اندېښمن

اغلې باشلیت وايي، هغه کسان په جنګي جرم تورنیدای شي چې دغه بریدونه یې کړي دي:

'په نړیواله کچه پر ملکي کسانو بریدونه جنګي جرم دی او هغه ټول کسان چې د دغو بریدونو امر یې کړی یا یې تر سره کړي دي، د خپل جرم ځواب باید ووايي. ''

لویدیځ حلب، شمالي هما او ادلیب د سوریې هغه سیمې دي چې له اته کلنۍ کورنۍ جګړې وروسته هم پکې د حکومت مخالف وسله وال شتون لري.

داسې ګومان کېږي دغو سیمو کې هغه اوربند لا هم تر څه حده پر ځای پاتې دی او د سیمې دوه اعشاریه اووه میلیونه اوسېدونکي د حکومت له لویه برید تر اوسه خوندي دي چې سپتمبر میاشت کې د روسیې او ترکيې په منځګړیتوب رامنځته شو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سوریې اېدلېب کې اوربند مات شوی

بل لور ته تېره اونۍ ملګرو ملتونو وویل، د اپریل پای کې د نښتو له پیله تر اوسه له ۳۵۰ ډېر ملکي کسان وژل شوي دي او نژدې ۳۳۰ زره کسان له کور کلي وتلي دي.

د تېرو لسو ورځو اوږدو کې د نژدې سلو کسانو له وژل کېدو وروسته اوس دغه شمېر نور هم لوړ شوی او باور کېږي چې ۴۰۰ زره کسان د جګړو له وېرې له کورونو تښتدېدلي دي.

سوریې حکومت چې د روسیې هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی وايي، له اوربنده د القاعده اړوند جهادي ډلو بیا بیا سر غړونه د ځوابي بریدونو ډېرېدو لامل شوی دی.

بل لور ته روسیې د روانې اونۍ پیل کې هغه رپوټونه رد کړل چې د دوی هوايي ځواک پر یوه بازار هوايي برید کړی چې ۳۱ ملکي کسان پکې وژل شوي دي.