د سعودي دعوتګر سلمان العوده پر ممکنه اعدام نړیواله اندېښنه

سلمان العودة د انځور حقوق facebook
Image caption شیخ سلمان العوده پر ټویټر شاوخوا ۱۴ میلیون فالوورز لري.

د بښنې نړیوال سازمان له سعودي چارواکو غوښتي چې د جولای له ۲۸مې مخکې د ترهګرۍ ضد محکمې ته له حاضرولو مخکې اوڅار دعوتګر بندي سلمان العوده خوشی کړی او وايي چې د هغه د اعدام پر شونتیا ډېره اندېښنه لري.

امنسټي انټرڼېشنل ویلي، شیخ سلمان العوده باید له قید او شرط پرته خوشی او پرې لګول شوي تورونه لیرې شي.

ددغه سازمان د منځني ختیځ د څېړنو مشرې لین معلوف ویلي "ډېر زیات اندېښمن یو چې شیخ سلمان العوده ښايي اعدام شي".

دا وايي، العوده "دوه کاله مخکې له نیول کېدا راهیسې سخت کړېږي، له هغه سره ناوته چلن کېږي او په حق کې سرغړونې کېږي او له عادلې محاکمې بې برخې دی".‌

اغې معلوف زیاتوي "لاهم سعودي چارواکي وايي له "ترهګرۍ" سره مبارزه کوي، حال دا چې -د ۳۷ فعالانو په حق کې د اپرېل میاشتې د اعدام د حکم سربېره- دغه محاکمه په ښکاره ناعادلانه دي چې هدف یې په راتلونکې کې د نورو خلکو د غږ خپ کول دي".

په تېره سپتمبر میاشت کې داسې رپوټونه خپاره شول چې د سعودي لویې څارنوالۍ د ریاض ځانګړې جنايي محکمې په لومړۍ محاکمه کې العوده د ترهګرۍ اړوندو تورونو له کبله په اعدام د محکومولو غوښتنه کړې وه.

پر العوده د نظام پرضد د لمسولو سربېره ۳۷ تورونه لګول شوي. د سلمان العوده زوی عبدالله ویلي، پر پلار یې لګول شویو تورونو کې پر واکمنو له نیوکو ډک ټویټونه هم ترهګریزې کړنې بلل شوې او دا چې په کویت کې یې د پیغمبر حضرت محمد ددفاع لپاره یوه ټولنه جوړه کړې ده.‌

لین معلوف وايي: "شیخ العوده په سعودي کې د شیعه وګړو ګوښه کولو ختمولو غوښتنه کوله نو ځکه اوس سزا ورکول کېږي".

سعودي په تېرو څو کلونو کې د مخالفانو ځپلو عملیات پیل کړي، چې لسګونه مذهبي مشران او فعالان یې نیولي.

سلمان العوده د ۲۰۱۷ کال سپتمبر میاشت کې د څه باندې شلو نورو کسانو د نیول کېدو په عملیاتو کس ونیول شو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، هغه یو ټویټ کړی و چې د سعودي او ګاونډي قطر ترمنځ یې د احتمالي جوړجاړي د رپوټونو هرکلی پکې کړی و، چې څو ساعته وروسته ونیول شو.

وړاندې العوده د سعودي پر نظام نیوکې کولې، خو په وروستیو کې چوپه خوله پاتې شو او یا خو یې د سعودي پر سیاست ښکاره نیوکه نه کوله.‌

د آل سعود کورنۍ اسلامي ډلې د خپل کورني واک لپاره لوی ګواښ ګڼي،‌ هغه هم په داسې یوه هېواد کې چې په وروستیو لسو کلونو کې یې د القاعدې شبکې پرضد عملیاتو کې سلګونه کسان وژلي دي.

سلمان العوده د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ موده کې هم د سیاسي بدلونونو د غوښتنې له کبله نیول شوی و،‌ پر واکمنه کورنۍ یې نیوکې کولې.

شیخ سلمان العوده پر ټویټر شاوخوا ۱۴ میلیون فالوورز لري.

ورته مطالب