د امريکا سترې محکمې د ټرمپ جوړېدونکي دېوال ته د پیسو اجازه ورکړه

. د انځور حقوق EPA
Image caption د مکسیکو دېوال د لګښتونو په اړه د ښاغلي ټرمپ د ادارې اټکل دا دی چې ټولټال به ۱۲ میلیارده ډالره لګښت وغواړي.

د امریکا سترې محکمې ويلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ کولی شي د پنټاګون له پیسو ۲٫۵ مېلیارده ډالره په سوېلي پوله د دېوال په یوه برخه ولګوي.

محکمې د څلورو مخالفو رایو په مقابل کې په پنځو موافقو رایو په کلیفرنیا کې د هغه فډرال قاضي حکم رد کړ چې ولسمشر یې د دغه دېوال لپاره د پیسو له لګولو منع کړی و.

دغه دېوال امریکا له مکسیکو بېلوی او جوړول یې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ ستره ژمنه وه.

ډیموکراتانو یې سخت مخالفت کاوه.

د سترې محکمې دا پرېکړه په دې مانا ده چې دا پیسې په کلیفورنیا، اریزونا او نیو مکسیکو کې د دېوال د پروژو لپاره کارېدلی شي.

په کلیفورنیا محکمې استدلال کاوه چې کانګرس په مشخص ډول د دغه دېوال د جوړېدو لپاره د دغو پیسو د کارېدو اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ کې دغه حکم "ستره بریا" بللې.

د جمعې په ورځ امریکا متحدو ایالتونو او ګواتمالا داسې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې هغه کډوال چې له هندوراس او اېلسلوادور څخه د ګواتمالا له لارې امریکا ته ځي نو امریکا ته د ننوتلو له هڅې وړاندې به هلته د پناه غوښتنه کوي.

نوي حکم ته غبرګونونه

د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي "د سترې محکمې د نن ماښام دا حکم چې ډونلډ ټرمپ ته پوځ د پیسو د غلا کولو او په یوه بابېز او نامؤثر سرحدي دېوال چې کانګرس هم رد کړی لګوي ډېر نیمګړی دی. زموږ بنسټګرو داسې ډيموکراسي طرحه کړې چې خلک پرې واکمن دي، نه پاچاهي".

د امریکا د مدني آزادیو ټولنې هم د دوی په ټکو پر پوله د ټرمپ د دېوال د نه جبرانېدونکي او بيړني زیان د مخنيوي لپاره د بيړني ایستیناف د غوښتلو هوډ څرګند کړی.

ښاغلي ټرمپ د روان کال په پیل کې بیړنی حالت هم اعلان کړ او ويې ویل چې هغه د ملي امنیت په موخه د دغه دېوال جوړولو ته ۶.۷ مېلیاردو ډالرو ته اړتیا لري. که څه هم پر ټوله پوله (۳۲۰۰ کیلومتره) د دېوال جوړولو ته ټولې ۲۳ میلیارده ډالره په کار دي.

ډیموکراتان ادعا کوي چې د بيړني حالت د اعلانولو لپاره د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د امریکا په اساسي قانون کې د هغه له مشخصو شوو واکونو زیاتی دی.

د چاپیریال ساتنې د برخې فعالانو هم د دغه دېوال د جوړېدو خلاف فعالیت کړی او ادعا کوي چې دا ښايي په ژواک - چاپېریال یا حیات وحش ناوړه اغېز وکړي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې کانګرس د ټرمپ له غوښتنې ډېر لږ مبلغ یعنې ۱.۳۸ میلیارده ډالره په تکزاس کې د ریو ګرېنډ درې په اوږدو کې د پلي تګ پر لاره د لومړني اغزن تار جوړولو ته منظورې کړې.

ولسي جرګه هم د قانوني اقداماتو له لارې هڅه کوي چې د دېوال د پروژې لپاره د نورو پیسو او بسپنو د ورتګ مخه ډب کړي.

"د ټرمپ دېوال"

ټرمپ د ولسمشریز کمپاین پرمهال ګواښ کړی و، که ولسمشر شي له مکسیکو سره به د امریکا پر ګډه پوله دېوال جوړ کړي چې په وینا یې د ناقانونه کډوالو او نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیوله شي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې پر دغه دېوال شاوخوا ۸ میلیارده ډالر لګښت راځي، خو ګوتنیوونکي وايي، شاید ددې دوه برابره ډېر لګښت پرې وشي.

ټرمپ په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي وو، ددغه دېوال د جوړېدو چارې به په راتلونکو څو میاشتو کې پیل شي او مکسیکو به امریکا ته - دده په ټکو - "د دغه دېوال د جوړېدو ۱۰۰ سلنه لګښت ورکړي".

ټرمپ ویلي، ددغه دېوال اوږدوالی ۲۰۰۰ میله دی.

ټرمپ وویل "د دېوال لګښت د کانګرس موافقې ته اړتیا لري".

د مکسیکو دېوال د لګښتونو په اړه د ښاغلي ټرمپ د ادارې اټکل دا دی چې ټولټال به ۱۲ میلیارده ډالره لګښت وغواړي.

ورته مطالب