د وسلو سوداګر عدنان خاشقجي؛ چې بېړۍ یې ټرمپ وپېرله

عدنان خاشقجي له خپلې وروستۍ مېرمنې لمياء سره د انځور حقوق AFP
Image caption عدنان خاشقجي له خپلې وروستۍ مېرمنې لمياء سره

که څه هم د عدنان خاشقجي له مړینې دوه کاله تېر شوي، خو لاهم د هغه نوم د لویو اخبارونو د سر په ټکو کې راځي. د امریکايي میلیاردر جیفري ابسټین کیسه - چې د جنسي غلامۍ لپاره به یې په نجونو سوداګري کوله - اوس یو څه پیکه شوې او د عدنان خاشقجي نوم رامخې ته شوی دی.

ابسټین د خاشقجي لپاره کار کاوه. کله چې په اسراییلو کې د اړدوړ ترشا کیسې وسپړل شوې، د سعودي سوداګر نوم مخې ته راغی.

عدنان خاشقجي د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي تره و.‌

خاشقجي د ۱۹۳۵ کال د جولای پر ۲۵مه زیږېدلی او د ۲۰۱۷ کال د جولای پر شپږمه د برتانیا لندن ښار کې د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.

دغه میلیاردر او د وسلو سعودي سوداګر ډېر لوکس ژوند کړی، عدنان خاشقجي څوک دی؟

نوموړی مکه ښار کې پیدا شوی، پلار یې محمد خاشقجي و چې په اصل کې له ترکیې تللي وو، پلار یې د آل سعود د کورنۍ د پلار او بنسټګر ځانګړی ډاکټر و.

عدنان د مصر اسکندریه ویکتوریا پوهنځي کې درس ویلی،‌ بیا د امریکا کیلفورنیا ته د لوړو زدکړو لپاره تللی. یو کال وروسته، یې هلته سوداګري او کاروبار پیل کړ خو بېرته درس ته ترې راستون نه شو.

خاشقجي له انګلیسې ساندرا ډېلي سره واده وکړ چې بیا وروسته مسلمانه شوه او نوم یې ثریا شو، له هغې یې پنځه زامن او لوڼې پیدا شول. خو دا واده یې په ۱۹۷۴ کال پای ته ورسېد او عدنان خاشقجي هغې ته د طلاق مقابل کې ۸۷۵ میلیون ډالر ورکړل.

وروسته یې له اولس کلنې ایټالوۍ سره واده وکړ او د علي په نامه زوی یې پیدا شو. بیا یې له ایرانۍ شاهباري عزم زنکنه سره واده وکړ خو په ۲۰۱۵ کال له هغې هم جلا شو. د عدنان وروستۍ مېرمن لمیاء خاشقجي وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د عدنان خاشقجي پلار د آل سعود د کورنۍ د پلار او بنسټګر ځانګړی ډاکټر و.

خاشجي ډېره شتمني پیدا کړه او د تېرې پېړۍ ۷۰ او ۸۰ مو کلونو کې د نړۍ له شتمنو کسانو شو، دا شتمني یې د خلیجي هېوادونو او امریکايي، بریتانیايي او نورو شرکتونو ترمنځ د وسلو د لویو معاملو له برکته پیدا کړه.

د هغه د مړینې پرمهال د کورنۍ په ویناپاڼه کې راغلي وو: "عدنان خاشقجي هم سوداګر و او هم خپل هېواد سعودي ته مخلص و او د خپل هېواد ګټو ته یې کار کاوه."

د "یمامه" په نامه د وسلو لویه معامله د خاشقجي مشهوره معامله وه چې نوموړي پکې منځګړیتوب وکړ،‌ په دې معامله کې له فرانسې سره تر سختې مبارزې وروسته د سعودي او بریتانیايي حکومتونو ترمنځ وسلې له تېلو سره تبادله شوې، چې ارزښت یې ۲۰ میلیارد ډالره و.

شمېرې ښيي چې د تېرې پېړۍ ۱۹۸۰ کلونو کې د عدنان خاشقجي شتمني شاوخوا ۴۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

"د بیزوګانو ډلې"

خاشقجي په جواري ډېر مشهور و، د قمار لویې مېلې یې جوړولې او مشهور کسان به یې وربلل، همدا وو چې د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه د قمار مېلو ته د "بیزوګانو ډلې" نوم ورکړی و.‌

خاشقجي په ۵۰ کلنۍ کې اسپانیا په مارابیا سمندرغاړه کې د خپلې پنځه زره جرېبه کروندې د ننه محفل جوړ کړ. شاوخوا ۴۰۰ کسان ورته راغلل چې یوه ګډونوال د فرانسې د پاچا ۱۴ لویس د واکمنېدو له محفل وروسته دا تر ټولو ډېر شانداره محفل بللی دی.‌

خاشقجي که څومره لوی شتمن و، هومره یې ستونزې هم ډېرې وې،‌ له ډېرو حققوي دعواوو او رسواییو سره مخامخ و، چې مشهوره رسوایيي یې د ایران - کونترا په نامه وه. نوموړی د امریکايي قاضیانو له خوا د فیلیپین د پخواني دیکتاتور ایمیلدا مارکوس د مېرمنې په ګټه د پیسو په سپینولو تورن شوی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption د برونای پاچا ته د خاشقجي ورکړل شوې بېړۍ ډونلډ ټرمپ په ۲۹ میلیون ډالر واخسته

خاشقجي هغه وخت د یوې لویې بېړۍ څښتن هم و، چې دا بېړۍ یې د خپلې لور "نبیله" په نامه نومولې وه. په دې بېړۍ کې د جیمز بانډ د فلمونو ځینې صحنې هم ثتب شوې دي.

کله چې خاشقجي له مالي ستونزو سره مخامخ شوه،‌ دا بېړۍ یې د برونای پاچا ته ورکړه، چې بیا وروسته د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې په ۲۹ میلیون ډالرو واخیسته.

د عدنان خور سمیره له مصري شتمن او سوداګر محمد الفاید سره واده کړی. د نوموړې زوی عماد الفاید د شهزادۍ ډیانا - چې په ۱۹۹۷ کال پاریس کې ترافیکي پېښه کې دواړه مړه شول- ملګری و.‌

ورته مطالب