نوې ناوې درې ساعته له پاڼه غورځېدلی مېړه پر اوږه ګرځاوه

کلای چاستین او اکیمې چاسیتن د انځور حقوق GOFUNDME

د امریکا متحدو ایالتونو کې د هغه ځوان سړي درملنه کېږي چې یو غیر فعال اورغورځونکي غره ګړنګ ته له لویدو وروسته خپلې نوې ناوې ژغورلی دی.

دغه ځوان کلای چاستین نومېږي او له خپلې ناوې اکیمې سره له واده وروسته د شهر عسل لپاره کاربین جزېرې سنټ کایټس ته تللی و چې پېښه رامنځته شوه.

له پاڼه غورځېدو وروسته د نوموړي ککرۍ کې چاک یا درز شوی، خو مېرمن یې سملاسي مرستې ته ورغله او تر دوو کلیومتره لرې مېشت ځای پورې یې داسې حال کې په غېږ کې ورساوه چې نوموړي اسفراق کاوه او له درده یې ځیګروي کول.

فلوریډا ایالت کې روغتون ته له رسېدو وروسته هغه وویل:

د انځور حقوق GOFUNDME

''مېرمنې مې په داسې حال کې تر مېشت ځایه ورسولم چې پر خپلو پښو هم نه شوای دریدای، دا رښتیا هم تر یوې معجزې کمه خبره نه ده. ''

پېښه د جولای پر ۱۸ په انډیانا کې د دوی له واده یوازې څو ورځې وروسته شوې ده. کلای چاستین وايي، غوښتل یې د ګړنګ نوره برخه وویني، ځکه نور وروړاندې شو او له پاڼه لاندې وغورځېد.

محکمې یوه ناوې ۱۱۵ زره ډالره جریمه کړه

د تورخم پر تړلې پوله د ناوې انتظار

ناوې یې اکیمې وايي، د چیغې له اورېدو وروسته یې ژور ځای ته ورمنډه کړه، لومړی یې د مېړه مبایل ټیلیفون ولید او وروسته یې پر هغه سترګې ولګېدې چې سر یې په وینو کې لت پت و.

د انځور حقوق GOFUNDME
Image caption مېرمن چاستین وايي، مېړه یې نژدې ۵۰ فوټه لاندې غورځېدلی و

نوموړې وايي، شاوخوا نور ختونکي هم نه و، موبایل هم فعالیت نه کاوه، ځکه یې تر مېشت ځایه پورې پوره درې ساعته سړی په غېږ کې ورساوه. مېرمن چاستین چې پنځه فوټه دوه انچه ونه او ۴۷ کیلوګرامه وزن لري، وايي:

''ساه یې لنډیده، ټول زور یې راباندې اچولی و، ځیګروي یې کول او ټوله لار یې یوه پوښتنه کوله، چې نوره څومره لار پاتې ده؟ ''

د بسپنې له یوې غوښتنې وروسته ۳۰ زره ډالره ټول شوي، چې پر همدې لګښت ښاغلی چاستین په یوه خصوصي الوتکه کې د درملنې لپاره فلوریډا ایالت ته لېږدول شوی او ډاکټران وايي، د کوپرۍ له یوه درز پرته یې نورو هډوکو ته زیان نه دی رسېدلی.

نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:

''دا د خدای لویه مهرباني ده، چې ټپونه مې ژور نه دي. ''