کارګېل: د جګړې تر ټولو هسک ډګر هېر شوي قربانیان

کارګل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جګړې دغه ډګر کې دواړو لوریو ته د سر دروند زیان واوښت

دغه جګړه د ۱۹۹۹ کال پسرلي کې د زينب بي بي له واده لږ وروسته پیل شوه. هغه وايي: "موږ په کور کې وو، د شپې اته بجې وې. موږ هغه توغندي لیدل چې پر غرونو لګېدل، نو ژر مو په سمڅو کې ځانونه پټ کړل."

د زینب کلی 'ګانوخ ' نومېږي چې د هېمالیا په لوړو کې د پاکستان او هند تر منځ د جګړې په لومړۍ ليکه کې راګير شو. دا د دواړو هېوادونو لخوا د ناندریز کشمير د بېلښت پر اوربند کرښه د پاکستان لور ته پروت دی.

شل کاله وړاندې پاکستاني جنرالانو په پټه د داسې تکتيکي عملیاتو امر وکړ چې له مخې يې د هند لوري کارګېل لوړې نیولې، خو داسې جګړه ونښته چې دوی يې تمه نه لرله.

دا د ماتې او شرمنده‌ګۍ لامل شوه او په پنځوسو کلونو کې د درېیمې پوځي کودتا د پېښېدو لامل شوه.

د زينب د کلي او ورڅېرمه سیمو زرګونه ملکیان په دغه جګړه کې له خپلو کورونو او شتمنیو بې برخې شول. همدومره نور په هندي لوري کې بې ځایه شول، خو دوی له جګړې وروسته بېرته راستانه شول.

Image caption زینب بي بي وايي، پيغله وه چې له کور کلي تېښتې ته اړه شوه

د پاکستان په لوري کې بیا له هغې وروسته د چارواکو کړې ژمنې هېڅ وخت پوره نه شوې او ګڼ لا اوس هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې کډوال دي.

زينب وايي له لومړۍ شپې وروسته د درنو وسلو ډزې د څو ورځو لپاره ډېرې شوې. ډېر ژر هغه د پېژندګلو کسانو په مرګونو هم خبره شوه.

يوه مرمۍ له کلي پاس په هغه ځای کې ولګېده چې د هغې نيکه هلته وربشې خړوبولې او ځای پر ځای يې وواژه. بله مرمۍ په کلي کې د یوه کور په چت ولګېده او دوه کوچني ماشومان چې لمن ته ناست وو ووژل شول.

هندی لومړی وزیر د کشمیر کارګل ته تللی

پاکستان: د هندي ځواکونو په ډزو کې " ۷ کسان" وژل شوي

د هند دفاع وزیر پر دښمن د اټومي برید د لومړي کولو پالیسي غواړي

وېره خپره شوه او پوځیان په سیمه کې مېشت شول او له خلکو يې وغوښتل چې لاړ شي.

زينب چې اوس ۳۳ کلنه ده او د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې اوسېږي بي بي سي ته وویل:

"دوی نه ویل چې چېرې لاړ شو یا څنګه لاړ شو. موږ باید خپله غمه خپله خوړلې وای."

هغه زیاتوي: "لږ د پوښاک څیزونه او لږ لوښي مو راسره راټول کړل او په هغې لارۍ کې مو ځای پر ځای کړل چې زموږ په ګاونډیانو ډکه وه. خپل غوایي، غواوې او وزې مو د خدای په هیله پرېښودل."

Image caption د سیمې ګڼ اوسېدونکي سکردو کې د کډوالو کمپونو ته لاړل

دوی شمالي پلو ۱۵۰ کیلومتره لیرې سکردو ته لاړل. هلته دوې میاشتې په هغو بورجلونو کې واوسېدل چې ځايي خلکو ورکړي وو، تر هغې چې پاکستان اوربند اعلان کړ او خپلو ځواکونو ته يې له هغو څوکو د وتلو امر وکړ چې په هندي لوري کې دوی لاندې کړې وې.

زينب وايي: "کله چې جګړه ختمه شوه خلکو دوه نظرونه لرل. زموږ یو ګاونډی چې کلي ته ورغلی و ویل يې، ډېری کورونه وران شوي وو او ډېری مالونه هم یا مړه شوي او یا له منځه تللي وو. نو زما خاوند اسلام آباد ته د تګ تکل وکړ چې هلته یې یوه ملګري ورته د کار موندلو ژمنه ورکړې وه."

غلام محمد چې د هغې درې اوسېدونکی دی چې زينب یې هم اوسېدونکې وه، د تېښتې لاره غوره کړې. نوموړی هغه مهال تنکی ځوان و او خپل د خوبانیو باغ او مالونه يې په خپل کلي هرګوسېل کې پرېښودل.

د هغه مور او پلار مړه شوي وو او نور خپلوان يې هم نه لرل ځکه يې نور لیرې خپلوان په کلي کې پرېښودل او خپله سکردو کې هغو خلکو ته ورغی چې له جګړو ور تښتېدلي وو.

هغه وايي: "ځینې خلکو له کلي بهر خېمې وهلې وې. ځینو نورو هغه هم نه لرلې او ډېر خواشينوونکی حال و"

هغه یوازې د هېواد په هغه بل سر کې کراچۍ ښار ته په کار پسې لاړ. زينب بي بي او غلام محمد په ګلګت بلتستان سیمه کې د خامرنګ درې دي چې په هندي غاړه له کارګېل سره پوله لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption پاکستان د کشمیر په جګړه کې د خپلو پوځیانو مخامخ ښکېلتیا ردوي

دا سیمه چې یو وخت بودي لډک سیمې سره وصل وه او اوس هغه هندي کشمیر دی، ګلګت بلتستان په ۱۹۴۷ کال کې د برېتانوي هند له تجزیه کېدو راهیسې په پاکستاني لوري کې راغی.

که څه هم چې په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په تصویب شوي پرېکړه ليک کې دا سیمه ناندریز کشمیر وبلل شو.

د پاکستان پوځ لږ تر لږه دوه ځله - په ۱۹۴۷ او ۱۹۶۵ کلونو کې کشمیر ته د هندی واک خلاف د پاڅون پیلولو په موخه پوځیان واستول. په دواړو وارونو دوی مخامخ ښکېلتیا رد کړه او ویې ویل چې ځايي کشمیریان له هندي ځواکونو سره په نښته کې وو.

د انځور حقوق AFP

د کارګېل جګړه هم په ورته ډول پیل شوه.

زرګونه رسمي ملېشې، شمالي پیاده او نور له ګلګت بلتستان څخه راوستل شوي او له ۱۶۰۰۰ تر ۱۸۰۰۰ فوټه له سمندر څخه په لوړو څوکو کې یې ځای پر ځای کړل. دوی د سرېنګر - لې لویه لاره په خپله قومانده کې لرله چې دا په سیاچين مېشتو پوځیانو ته د تدارکاتو مهمه لاره وه.

سیاچين د جګړې تر ټولو لوړ ډګر و او هندوانو په ۱۹۸۴ کال کې ونیو.

کله چې هندیان د ۱۹۹۹ کال د مې په لومړيو کې په دې اړه وپوهېدل نو پاکستان وویل چې دا کشمیري پوځیان وو او د هند د واکمنۍ خلاف جنګېږي.

څارونکي وايي پاکستان غوښتل چې سیاچين ته د هندي تدارکاتو مخه ډب کړي او پر هندي ځواکونو سخته مرګ ژوبله هلته تحمیل کړي او په دې ډول يې د پاکستان په ګټه د کشمیر د کشالې پر سر خبرو ته اړ باسي.

دوی وايي نږدې کال وړاندې د پاکستان لخوا اتومي ازموینو ته په پام سره پاکستاني جنرالانو هیله لرله چې هندیان به په ځواب کې د اتومي جګړې له وېرې چوپ پاتې شي.

خو هندیانو بېرته سخت وځپل او د دوی پیاده يې په درنو وسلو او هوايي بریدونو شاته کړل او له همدې امله له ۱۹۷۱ کال راهیسې چې بنګله دېش له پاکستانه بېل شو دا د دواړو تر منځ لومړنۍ خونړۍ جګړه شوه.

د انځور حقوق THE INDIA TODAY GROUP
Image caption هندي ځواکونو په څو اونیو کې د کارګېل کنترول بېرته تر لاسه کړ

د جون په نيمايیي کې په لوړو باندې د پاکستان مورچې یوه په بله پسې پرځېدې او له پاکستانه هم د نړیوالو غوښتنې وې چې له جګړې لاس واخلي.

داسې شواهد شته چې ښيي د پاکستان پوځي مشرتابه د کارګېل د عملیاتو جزئيات د هغه مهال د لومړي وزیر نوازشریف له حکومت څخه پټ کړي وو.

د جولای پر څلورمه هغه اړ شو چې یو اړخیز اوربند اعلان کړي. د هغه حکومت دوې مياشتې وروسته په یوه پوځي کودتا کې وپرځېد.

هند د جولای په ۲۶مه د کارګېل لوړې بېرته ونیولې. په دغه جګړه کې ۵۰۰ کسان ووژل شول او د له منځه تګ په تړاو د پاکستانيانو اټکلونه د ۴۰۰ او ۴۰۰۰ تر منځ دي.

ان تر نن ورځې هم زرګونه کسان د دغې جګړې له امله کډوال دي.

شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کسان په خامرنګ دره کې له خپلو کورونو وتښتېدل. اوس د دغې بې ځایه کېدنې شل کاله کېږي خو لا يې هم ۷۰ بې ځایه شوي بېرته نه دي ستانه شوي.

په سکردو کې مېشت مدافع وکیل او د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړی وزیر فرمان وايي:

" دا تر ډېره د مرستې د یوه حکومتي پروګرام د نشتوالي او یا هم د دې له امله دی چې پوځ د دوی ځمکې لاندې کړې دي."

لومړۍ کرښې ته څېرمه درې کلي ګنګاني، برولمو او بادیګم برېسېل د جګړو پر مهال په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

خو د بروملو یو تن سپین ږیری چې اوس په سکردو کې کډوال دی وايي دغه کلي اوس په ډېران بدل شوي او پوځ پکې ځانونو ته پوستې او پټن‌ځایونه جوړ کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند لور ته هم زرګونه کسان له خپل کور کلي وتلي وو

په ګولتاري سیمه کې هم پوځ ځايي اوسېدونکو ته شاوخوا ۱.۹ میلیونه روپيو ورکړه ځنډوي. دا پیسې دوی ته په ۱۹۹۰ کال کې د پوځ د پوستو د جوړېدو په خاطر خلکو ته ورکول کېږي. خو که څه هم په ۲۰۱۰ کال کې محکمې د سیمې د خلکو په ګډه بیا هم حکم صادر کړ، خو دا پیسې لا هم خلکو ته نه ورکول کېږي.

موږ په ګلګت بلتستان کې له حکومتي چارواکو سره تماس ونیو، خو دوی وايي چې دا پوځي بحث دی او دوی خبره نه پکې کوي.

بي بي سي د پاکستان له پوځ سره هم تماس ونیو. دوی وايي د دغې قضيې جزئيات به وګوري. دوی د راپور د خپرېدو تر مهاله هېڅ ځواب را نه کړ. دوی په دې اړه هم معلومات ورنه کړل چې ایا د کارګېل د عملیاتو جزئيات له ملکي حکومت څخه پټ وو که نه.

دا کومه نوې خبره نه ده چې د کارګېل ځايي اوسېدونکي چې د جګړو له امله يې ژوند د همېش لپاره بدل شوی د محرومیت احساس وکړي.

نږدې شپږ کورنۍ هرګوسېل ته ستنې شوې دي خو غلام محمد نه شته پکې.

هغه وايي: "ما پیسې نه لرلې چې د جګړو پرمهال نړېدلی کور مې پرې جوړ کړم. دغه راز دلته ځمکه هم شاړه شوې او ګاونډیان مې هم بېرته نه دي تللي او داسې وسایل هم نه شته چې هغه ځمکې بېرته ښېرازه کړو."

هغه بېرته سکردو ته تللی او هلته يې په ۲۰۰۴ کال کې واده کړی. بي بي سي له هغه سره په راولپنډۍ کې خبرې کړې. هغه دلته د درملنې لپاره راغلی و.

زینب بي بي هم بېرته خپل کلي ته د تګ لپاره خپل دلایل لري، که څه هم مور او پلار او خسرګنۍ يې بېرته ستانه شوي دي.

په دې وروستیو کلونو کې هغې او خاوند يې کار کړی او دومره پیسې يې پیدا کړې چې په اسلام اباد کې يې ځان ته یوه سرپناه پرې برابره کړې. د دوی څلور ماشومان په پلامېنه کې ښوونځي ته ځي.

د انځور حقوق EPA
Image caption هند روانه اونۍ په کارګېل کې د خپلو قربانیانو یاد ولمانځه

هغه وايي: "موږ سخته ګوزاره لرو، خو هر څه چې پېښ شوي په خیر به مو وو او په اړه يې د خدای شکر ادا کوم. ''

هغه نه غواړي بېرته ستنه شي.

هغه وايي: "په کلي کې مې د ماشومې په توګه وزې پوولې او د وربشو په فصلونو کې مې کار کاوه. کله کله مې ګانوخ یادېږي، خو زما ماشومان نور د اسلام اباد دي او دا هغه ځای دی چې پکې پاتې کېږو".

اړونده مطالب