د روسیې ټاکنو درشل کې له زرو ډېر لاریونوال نیول شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
چارواکي وايي په دغه لاريون کې چې بندیز هم پرې لګېدلی و لږ تر لږه ۱۰۷۴ کسان نيول شوي

په مسکو کې پوليسو له ۱۰۰۰ ډېر کسان په یوه لاريون کې نیولي چې دا په کلونو کې د نیونو کم‌سارې پېښه ده.

لاريونوال د ښار له سالون څخه وورسنه له هغې خپاره شول چې پوليسو ډنډې پسې راواخیستې.

خلکو له ځايي رای ورکولو څخه د اپوزيسیون د نوماندانو د بې برخې کولو خلاف اعتراض کړی و.

یو شمېر نوماندان چې د سپټمبر د اتمې ټاکنو ته له نوماندېدو منع شوي وو له دې وړاندې نیول شوي هم دي.

چارواکو ۳۰ کسان د نوماندېدو وړ نه دي بللي او وايي دوی د نوماندېدو لپاره کافي اندازه سم لاسلیکونه نه دي راټول کړي.

چارواکي وايي په دغه لاريون کې چې بندیز هم پرې لګېدلی و لږ تر لږه ۱۰۷۴ کسان نيول شوي، خو د څارونکو رپوټونه وايي چې ۱۱۲۷ کسان نيول شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption بلواضد پولیسو د شنبې ورځې لاریون کې سلګونه کسان نیولي دي

د مسکو ښاروال سرګيي سوبیانین دغه لاريونونه "امنيتي ګواښ" بللی او د عامه نظم د ټينګښت ژمنه يې کړې.

د اپوزيسیون مشر الکسي نوانلي چې د ولسمشر ولادیمير پوتین سرسخت نیوکګر دی د شنبې ورځې د لاريونونو رابللو په خاطر د چارشنبې په ورځ د ۳۰ ورځو لپاره بندي شوی.

ښاغلی پوتین بالتيک سمندرګي ته په یوه اوبتل کې د لامبو په خاطر په سفر و. هغه ویلي " په ځمکه ډېرې ستونزې شته، د راکمولو لپاره يې باید ډېر پورته او ډېر ژور لاړ شو".

د شنبې په ورځ څه پېښ شول؟

د انځور حقوق Reuters

تېره شنبې له ۲۰۰۰۰ ډېر روسان کوڅو ته ووتل او د عادلانه ټاکنو غوښتنه یې وکړه، خو لسګونه يې ونیول شول.

دا روښانه نه ده چې څو کسان د جولای په ۲۷ هغو لاریونونو ته چارواکو اجازه نه وه ورکړې راوتلي وو، خو ښکاري چې شمېر یې لږ و.

پوليس وايي ۳۵۰۰ کسان راټول شوي وو چې ۷۰۰ يې خبریالان وو.

پوليسو د مسکو د ښاروال د دفتر شاوخوا له خنډونو څخه خلک شړل او نیول شوي کسان يې د پوليسو مرکزونو ته بېول.

د یو شمېر لاریونوالو په بدن د وینو نښې ښکارېدې او لږ تر لږه دوه پوليس د دوی سترګو ته د مرچو د سپرې د ورشيندل کېدو له امله په سترګو ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption ددې پړاو د نوماندې لیوبوف سوبول صلاحیت بېرته اخیستل شوی

اړونده مطالب

ورته مطالب