د ټرمپ پر "توکم‌پالو څرګندونو" د امریکا د قانون جوړوونکو نیوکې

Elijah Cummings, a Democratic congressman for Maryland د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ ليکلي چې ښاغلي کامېنګز د امریکا- مکسیکو پر پوله له کډوالو سره د امریکا د تګلارې په انتقاد کې "زور" خبره کړې.

د امریکا د ولسي جرګې ديموکراتې مشرې نانسي پلوسي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه افريقايي - امریکايي پارلماني غړي په اړه د هغه په ټویټ کې په "توکم‌پالو بریدونو " تورن کړی.

ولسمشر ټرمپ پر ټويټر پر اېليژا کامينګز او د هغه پر ولسوالۍ ماري‌لنډ توندې نیوکې کړې.

ټرمپ په بالتیمور کې د ښاغلي کامېنګز ډېری - تورپوستې ولسوالي "د مږو او موږکانو تش- لښکر" بللی.

ښاغلي ټرمپ ليکلي چې ښاغلي کامېنګز د امریکا- مکسیکو پر پوله له کډوالو سره د امریکا د تګلارې په انتقاد کې "زور" خبره کړې.

د ولسي جرګې د څار د کمېټې د مشر په توګه هغه د کډوالو په توقیف ځایونو کې د چال چلند په ګډون د ولسمشر ټرمپ د ادارې په بېلابېلو پاليسیو کې بیا بیا څېړنې پلان کړې وې.

آغلې پلوسي د ښاغلي کامېنګز په دفاع او د ولسمشر ټرمپ د ټویټونو په غندلو کې د نورو ډیموکراتانو مخکښه وه.

هغې ليکلي پر ښاغلي کامېنګز د ولسمشر ټرمپ ټویټ "توکم‌پال برید" بللی. د امریکا د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې د ښاغلي کامېنګز د ولسوالۍ له نيمايي ډېر نفوس تورپوستي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغو ښځینه استازو په يوه خبري کنفرانس کې وویل، د ولسمشر د خبرو پر ځای باید د هغه سیاستونو ته پام وشي.

ښاغلي کامینګز چې د ولسمشر ټرمپ پخوانی نیوکګر دی د هغه ځواب يې په نرمه لهجه کړی او په یوه ټویټ کې یې ليکلي: "دا دنده مې د اساسي قانون له مخې ده چې د اجرايه قوې پر کړنو څار وکړم. خو دا مې اخلاقي دنده ده چې د خپلو مؤکلینو لپاره مبارزه وکړم".

د بالتيمور ښاروال برنارډ یانګ هم ښاغلی ټرامپ د خپل "ښار، هېواد او نړۍ خلکو ته خپګان" بللی.

د را روانو ولسمشریزو ټاکنو د نوماند جو بایډن او کامالا هاريس په ګډون نورو دیموکراتانو هم د ښاغلي ټرمپ پر ټویټونو ملنډې وهلې.

تر اوسه لا د جمهوريپالو ګوند استازو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تېره اونۍ ښاغلي کامېنګز د کورني امنیت وزیر کيوېن مک‌الينن د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې د کډوالو د توقیف په مرکزونو کې د وضعیت په اړه سختې نیوکې وکړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption آغلې پلوسي د ښاغلي کامېنګز په دفاع او د ولسمشر ټرمپ د ټویټونو په غندلو کې د نورو ډیموکراتانو مخکښه وه.

له ښاغلي مک‌لينن سره په توند بحث کې ښاغلي کامینګز پر پوله د شته آسانتیاوو د ښه کولو غوښتنه وکړه.

د شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ د هغه د نیوکو په ځواب کې پر ټویټر وليکل چې پوله، پاکه، اغېزناکه او چارې يې په ښه ډول سمبالېږی، خو یوازې بیروبار پرې ډېر دی.

د ښاغلي کامینګز کمېټې دوې ورځې وړاندې د سپینې ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو احصار او د دوی د قانوني مکاتباتو تحویلولو ته هم رایه ورکړې وه.

ښاغلي کامېنګز د ټرمپ پر دولت تور لګولی چې اسناد او مکاتبات د دولتي قوانینو له مخې نه ساتي.

ورته مطالب