د امریکا د استخباراتو مشر د ټرمپ له ادارې وځي

د انځور حقوق AFP

د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډان کوټس بل لوړپوړی چارواکی دی چې د ټرمپ له ادارې وځي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټويټ کې ليکلي چې ښاغلی کوټس به د اګست په نيمايي کې دنده پرېږدي او هغه به په کانګرس کې د تکزاس استازی جان راټکلېف دغې څوکۍ ته غوره کړي.

د ولسمشر ټرمپ او ښاغلي کوټس تر منځ وخت ناوخت د روسیې او شمالي کوریا پر سر د نظر اختلافونه وو.

په جنورۍ کې ولسمشر ټرمپ د خپلو استخباراتو مشران د ایران له خوا د متوجه ګواښ پر وړاندې سست(منفعل) او په خپلو ارزونو کې خام کاري وبلل.

کال وړاندې ښاغلي کوټس هغه وخت له حیرانۍ وخندل چې کله یې واورېدل، د امریکا ولسمشر په فنلنډ کې په یوه غونډه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتين لیدلو ته ورځي.

هغه يوه خبري چینل ته ویلي وو: "دا به ډېره ځانګړې وي".

د خپل غبرګون په اړه یې بښنه وغوښته خو ويې ویل: "زما دغه ځواب چې اعتراف کوم ښه نه و، په دې مانا نه و چې زه د ولسمشر د کړنو سپکاوی کوم يا پرې نیوکه کوم".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي ډونلډ ټرمپ به په کانګرس کې د تکزاس استازی جان راټکلېف دغې څوکۍ ته غوره کړي

ښاغلي کوټس په خپل استعفاليک کې ویلي چې د امریکا استخباراتي ټولنه په تېرو دوه نیمو کلونو کې- چې د هغه سروکار ورسره و- "له پخوا ډېره پياوړې شوې".

هغه ليکلي: "بالاخره اوس په دې باور یم چې د دې وخت را رسېدلی چې په خپل ژوند کې نوی څپرکی پرانیځم".

ښاغلي کوټس په فبرورۍ مياشت کې ویلي وو، ولسمشر ترې غوښتي چې په خپل پوست کې پاتې شي، خو بیا هم ښکارېده چې د بهرني سیاست په دوو برخو کې د دوی اختلاف دوام درلود.

هغوی د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې، د ایران د اتومي پروګرام او له شمالي کوریا سره د اړيکو ښه کولو لپاره د ښاغلي ټرامپ د هڅو پر سر اختلاف درلود.