ورځپاڼې: د سعودي پاچا د نیو زیلنډ قربانیانو خپلوان حج ته ور بللي

د انځور حقوق Reuters

گلف نيوز ورځپاڼه وايي د سعودي پاچا سلمان د نيوزيلنډ پر دوو جوماتونو د شوي بريد د قربانيانو ٢٠٠ تنه خپلوان د حج مراسمو ته بللي دي.

د دغو ٢٠٠ تنو د سفر او سعودي کې د اوسېدو لگښت په خپله پاچا سلمان ورکوي چې يو ميليون ډالر اټکل شوى. تېر مارچ د کرايستچرچ ښار پر دوو جوماتونو شوي بريد کې ٥١ کسان ووژل شول او ډېر شمېر نور ټپيان و.

له نه پخلا کېدونکو پوښتنو سره مخ خلیلزاد

د انځور حقوق AFP

نېشنل انترېسټ مجلې "له افغانستانه د وتلو ستراتېژي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

مجله وايي زلمى خليلزاد او مرکچي ډله يې له تېرو اتو مياشتو له دوو اساسي پوښتنو سره مخ دي چې ظاهرا" دواړه سره نه پخلاکېدونکي برېښي.

يوه د يوه تړون لاسليکول چې د پام وړ شمېر امريکايي ځواکونه له افغانستان د وتلو جوگه کړي او دويم دا ډاډ ترلاسه کول چې افغانستان هغه پخواني حالت ته بېرته ور ونه گرځي چې د توندلارو خوندي ځاى و.

مجله وايي دا ناشونې چاره په صبر، سنجش او ټينگوالي شونې کېداى شي.

د ليکوال په باور سنجول يا سنجش د هوښيارې دولتوالۍ بنسټ دى او د جگړې ختمولو لپاره په بېړه گام پورته کول هومره خطرناک دي چې په پټو سترگو يوې جگړې ته ور ټوپ کړې.

مجله وايي د يوه داسې هېواد ټيکاومنول چې هر گوټ کې يې تاوتريخوالى روان دى د نه باور وړ پېچلى مسووليت دى. باخبره، سنجول شوې او صبرناکه دولتوالي پکې اړينه ده.

د ايديالوژۍ له مخې غوره شوي چلند او پېيلې خوشبينۍ ته پکې هېڅ ځاى نشته.

ورځپاڼه وايي په ايډيال حالت کې به خبرې ژر وروستۍ شي. طالبان به له القاعدې سره له اړيکو لاس پر سر شي او افغانستان کې د نړيوالو ترهگرو پر وړاندې به د نړيوالې ټولنې سره همکاري کوي.

امريکايي ځواکونه به خپلو عزيزانو ته ورشي. افغانستان کې به د سولې هر اړخيز تړون وشي او طالبان به سياسي بهير کې ور گډ شي.

خو د مجلې په وينا له بده مرغه په واقعي نړۍ کې د دا راز ايډيال غوښتنې نه پوره کېږي. پورته ياد شوي ټکي به يو هم ژر رښتيا نشي او که و هم شي نو ښايي له لا نورې زياتې جگړې وروسته.

د انځور حقوق HEKMATULLAH NOORI FACEBOOK
Image caption د امرالله صالح پر دفتر برید کې شل کسان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي.

نيويارک ټايمز افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنيزو هلو ځلو پيلېدا ته کتنه کړې او وايي د ټاکنيزو مبارزو پيلېدا سره افغان ولسمشر يو لړ سختو اندېښنو سره مخ دى.

له نه کمېدونکي تاوتريخوالي نيولې تر دې ويرې چې کېداى شي حکومت يې له طالبانو سره د سولې د تړون لاسليکېدو سره له منځه لاړ شي.

ورځپاڼه وايي د ترهگريزو بريدونو څپې رايه اچوونکي ستومانه کړي دي لکه د امرالله صالح پر دفتر بريد.

ورځپاڼه وايي خلک زړه نا زړه دي چې د رايو مرکزونو ته په ورتگ خپل ژوند په خطر کې واچوي.

ورځپاڼه وايي د دوى ويره بې دليله هم نه ده. افغانستان کې ټولټاکنې او د رايو مرکزونو ته ورتگ د مرگ او ژوند خبره ده. ورځپاڼه وايي د ٢٠١٤ م کال ټاکنې فساد بدنامې کړې او کېدونکې هغه ښايي د تاوتريخوالي پېښې بې سيکه کړي.