هورمز تنګی څه دی او ولې مهم دی؟

د انځور حقوق Ministry of Defence

هورمز تنګی په خلیج کې د بېړیو د تګ راتګ یوه نرۍ لار ده چې په دې وروستیو کې ګڼې ناندرۍ پرې روانې دي. اوس د برتانیا دوه شاهي جنګي بېړۍ په خلیج کې د هغو بېړیو د خوندیتوب لپاره دي چې د برتانیا بیرغ پرې رپېږي.

خو سمندري لارې څه دي او ولې مهمې دي؟

هورمز تنګی

سره له دې چې د اندازې له مخې کوچنی دی، خو هورموز تنګی په نړۍ کې د بېړيو یوه مهمه لار ده.

دا نږدې ۹۶ ميله اوږدوالی لري او په تر ټولو تنګه برخه کې یوازې ۲۱ میله سور لري چې هر لور ته غځېدلې بېړۍ-لارې یوازې دوه میله پراخې دي.

هورمز تنګی شمال ته د ایران له خاورې سره نښتی او په سوېل کې د عمان او متحده عربي اماراتو له خاورو سره. دا تنګی خلیج له عرب سمندرګي سره نښلوي.

دغه تنګی د نړۍ په کچه د خامو تېلو د تر ټولو سترو ټانکرونو د تېرېدو لپاره هم په کافي اندازه ژور دی او په منځني ختيخ کې د تېلو او ګازو ستر توليدوونکي او د دوی مصرفوونکي دواړه ترې کار اخلي.

هم‌ مهاله په لسګونو ټانکرونه دغه تنګي ته ور روان وي او یا ترې تېرېږي.

څومره تېل ترې تېرېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ایران سره تر ناندریو زیاتېدو وروسته امریکا خلیج ته بېړۍ ولېږله.

تېر کال د نړۍ د ټولو تېلو پنځمه برخه، په ورځ کې ۲۱ میلیونه بېرله تېل له هورمز تنګي تېر شوي وو.

په ۲۰۱۶ کال کې دغه تنګی د تېلو تر ټولو بوخته سمندري لار وه.

په ورځ کې ۱۹ مېلیونه بېرله تېل ترې تېر شوي - له شپاړس میلیونو ډېر په ورځ کې له مالاکا تنګي تېر شوي چې هغه په هند سمندر کې مهمه سمندري لار ده.

د دغو پر تله یوازې پنځه یا شپږ میلیونه بېرله په ورځ کې له سویز کانال او یا هم د سور سمندرګي له باب المندب تېر شوي دي.

هورمز تنګی په خلیج کې د تېلو د سترو صادروونکو لپاره چې اقتصادونه يې پر تيلو او ګازو ولاړ دي مهم او حیاتي تنګی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې سعودي عربستان په ورځ کې نږدې ۶.۴ میلیونه بېرله تېل له دغه تنګي واستول، په داسې حال چې عراق له ۳.۴ میلیونو ډېر، متحده عربي اماراتو نږدې ۲.۷ میلیونه بېرله او کویټ له دوو میلیونو بېرلو ډېر له دې لارې واستول.

ایران هم تر ډېره د خپلو تېلو د صادراتو لپاره پر همدې لار تکیه کوي.

قطر چې د اوبلن طبيعي ګاز تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی نږدې ټول ګاز د همدغه تنګي له لارې صادروي.

په دې وروستیو کلونو کې دا تنګی لا ډېر د اسیايي اقتصادونو لپاره مهم شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال له دې لارې ډېر تېر شوي تېل چین، جاپان، سوېلي کوریا او هند ته تللي. امریکا متحدو ایالتونو هم په ورځ کې له ۱.۴ میلیونو بېرلو ډېر تېل له دې لارې وارد کړي.

برېتانیا هم له خلیج واردوونکي تېل له هورموز تنګي تېروي او د اوبلن طبيعي ګاز نږدې درېیمه برخه هم له دې لارې ورځي.

د تېلو نورې لارې

د انځور حقوق Getty Images

هورمز له خلیج د تېلو د ډېرې لوړې کچې د لېږد تر ټولو ښه لار ده او د سمندر له لارې خو دا یوازينۍ لار ده.

یو شمېر ځمکینې نللیکې هم شته چې تېل لېږدوي.

د سعودي یوه نللیکه سور سمندرګي ته ځي او په ورځ کې د نږدې پنځه ميلیونه بېرله تېلو د لېږد ظرفیت لري.

ابوظبۍ هم یوه نللیکه لري چې په ورځ کې نږدې ۱.۵ میلیونه بېرله تېل له هورموز تنګي هاخوا ساحل ته رسوي. بله نللیکه بیا د عراق تېل د مدیترانې ساحل ته لېږدوي.

خو دا نللیکې په پوره ظرفیت کار نه کوي.

دا نللیکې هومره تېل نشي ليږدولی لکه بېړۍ يې چې لېږدوي.

ايران پر هورمز تنګي څومره واک لري؟

د ملګرو ملتونو د قوانینو له مخې هېوادونه اجازه لري چې له خپلو سواحلو ۱۲ سمندري میله (۱۳.۸ میله) لرې په سمندر کې خپل واک وچلوي.

د دې مانا دا ده چې د تنګي په تنګه برخه کې د بېړیو د تګ راتګ لارې ټولې د ایران او عمان په قلمرو کې تېرېږي.

خو له دې سره سره نړیوال کنوانسيونونه د پوځي کښتیو په ګډون بېړیو ته د دولتي قلمرو اوبو کې د تېرېدو حق ور کوي.

ایران ته اجازه ورکړل شوې چې د خپل قلمرو اړوند اوبو کې عمل وکړي، خو د بهرنیو کښتیو د تېرېدو د حق په بیه نه.

امریکا متحدو ایالتونو اوس په سیمه کې خپل پوځ ډېر کړی. خو وېل کېږي چې نور هېوادونه هم د خلیج او دغې سیمې په ساتنه کې ونډې اخیستو ته لېوال دي.

برتانیا هم له هورمز تنګي د تېرېدونکو هغو بېړیو لپاره سمندري ګزمه او ملاتړ برابروي چې د دغه هېواد بیرغ پرې رپېږي.