هند کې د وچکالۍ ناورين
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند کې د وچکالۍ ناورين

د هند په یوه تر ټولو لوی ښار کې اوبه په ختمېدو دي. د چنای میلیونونه اوسېدونکي له تندې سره مخامخ دي. موسیمي بارانونه چې دغه ښار پرې تل تکیه کوي تېر کال لږو وو.

چاپېریال پوهان پړه پر اقلیمي بدلون اچوي خو ښاريتوب هم ونډه په کې لري.

دوی خبرداری ورکوي چې ښايي نور هېوادونه هم له همداسې حالت سره مخامخ شي.