یوه سړي د روسۍ انسټاګرام ماډلې وژلو 'اعتراف' کړی

ایکاتیرینا کاراګلانوا د انځور حقوق KATTI_LOVES_LIFE/INSTAGRAM
Image caption ایکاتیرینا کاراګلانوا د طب ډاکټره وه

روسیې کې پولیس وايي، یوه مشکوک سړي د هغې پېغلې وژلو اعتراف کړی چې پر انسټاګرام خواله رسنۍ یې زرګونه فالورز درلودل.

دغه سړی ماکسیم ګاریېف نومېږي او په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې وايي، د ۲۴ کلنې ایکاتیرینا کاراګلانوا پر غاړه او سینه یې ' لږ تر لږه د چاکو پنځه ګوزارونه کړي. '

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا د اعتراف په ځه ډول شرایطو کې شوی او ایا مشکوک سړي مدافع وکیل درلود که نه. اغلې کاراګلانوا پر انسټاګرام پاڼه خورا ډېر مینه وال درلودل او د دطب ډاکټره وه.

د انځور حقوق INVESTIGATIVE COMMITTEE OF THE RUSSIAN FEDERATION
Image caption ۳۳ کلن ګاریېف وايي له هغه وروسته یې له اغلې کاراګلانوا سره لفظي شخړه وشوه، چې هغې پرلپسې په (سپکو نومونو یاداوه.)

د جمعې پر ورځ د نوموړې مور پلار او د هغه کور څښتن چې دا پکې اوسېده، د دې مړی په یوه سفري بکس کې بند موندلی و. ۳۳ کلن ګاریېف وايي له هغه وروسته یې له اغلې کاراګلانوا سره لفظي شخړه وشوه، چې هغې پرلپسې په (سپکو نومونو یاداوه.)

نوموړې له هر ځل لیدو وروسته یې هغې ته پېسې ورکولې او په وروستي ځل لیدو کې هغې پرې ملنډې وهلې او (بدمخی) یې باله، چې ده و نه شو کولای ویې زغمي.

له دې مخکې د جمعې پر ورځ روسیې کې پولیسو وویل، پلازمېنه مسکو کې یې د خواله رسنۍ انسټاګرام یوې مشهورې کاروونکې مړی داسې حال کې موندل شوی، چې د چاکو ګوزارنونه پرې شوي دي.

کارګلانوا له څو ورځو راهیسې له کورنۍ سره اړیکه نه درلوده او بالاخره یې د جمعې پر ورځ خپل اپارتمان کې مړی وموندل شو.

د انځور حقوق KATTI_LOVES_LIFE/INSTAGRAM
Image caption کترینا پر انسټاګرام پاڼه له ۸۵ زره ډېر فالورز درلودل او دا وروستیو کې یې د طب زده کړې سرته رسولې وې

نوموړې پر انسټاګرام پاڼه له ۸۵ زره ډېر فالورز درلودل او دا وروستیو کې یې د طب زده کړې سرته رسولې وې.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، نوموړې په دا وروستیو کې نوې ملګرتیا کړې وه او پلان یې درلود چې د جولای پر ۳۰ خپله کلیزه په هالنډ کې ولمانځي.

د سفر لپاره د چمتوالي په موخه د نوموړې مور، پلار ورته ټیلیفون وکړ، خو د ځواب له نه موندلو وروسته یې د کور څښتن ته خبر ورکړ او د هغه په مرسته یې دروازه پرانیستله چې کور کې یې د کارګلانوف مړی په یوه بکس کې بند وموند.

ځايي پولیس وايي، په کور کې یې د مقاومت یا کشمکش کومه نښه نښانه نه ده موندلې او نه هم کومه وسله هلته موندل شوې ده.

اغلې کاراګلانوا پرلپسې پر انسټاګرام پاڼه خپل تصویرونه خپرول او فالورز یې څېره فلمي ستورې اودرې هیپبورن ته ورته بلله. نوموړې دغه راز د اروپا په لر او بر کې د خپلو سفرونه تصویرونه هم خپرول.

هغې دغه راز په مسکو پوهنتون کې د جلدي یا پوټکي د ناروغیو برخه کې تخصص بشپړ کړی و.

په خپل وروستي پیغام کې کارګلانوا د یونان یوه ټاپو ته د سفر تصویرونو سره لیکلي و، چې اکثر یې زړه غواړي سفر وکړي، خو په وینا یې په یوه هېواد کې له درېیو تر پنځو ډېرې ورځې نه تېروي.

هغې دغه راز د خپلو سفرونو په تړاو بلاګ لیکنه هم کولې چې زرګونه لوستونکي یې درلودل.

اړونده مطالب