''عراق کې تر ښځو ډېر نارینه په جنسي توګه ځورول کېږي''

Image caption سامي وايي بغداد ته له کډوالۍ وروسته یې ژوند ښه شو

په عربي نړۍ کې د بي بي سي یوې سروې پایلې ښيي چې عراق کې له ښځو ډېرو نارینه و د لفظي او فزیکي ځورونې شکایتونه کړي دي. د بي بي سي عربي څانګې دغه سروې د فلسطین په ګډون د سیمې لسو هېوادونو کې شوې ده.

د سروې پایلې ښيي عراقي نارینه وو د ۳۳ سلنه عراقیو ښځو پرتله ۳۹ سلنه ډېر داسې شکایتونه کړي دي.

دغه راز عراق کې د فزیکي جنسي ځورونو د ۱۷ سلنه شکایتونو پرتله عراقي نارینه وو ۲۰ سلنه شکایتونه کړي دي. دغه راز ویل کېږي د کورني تاوتریخوالي ګاللو پېښو کې هم عراقي نارینه مخکې دي.

"په څلورو کې یوه نارینه جنسي تېری کړی"

"برتانوۍ ماډله منځني ختیځ کې د سېکس لپاره پلورل کېده"

"په چېچنیا کې لسګونه همجنس خوښي نیول شوي دي"

هند کې همجنس خوښونه قانوني شوه

له ښځو سره د نارینه و پرتله د کورني تاوتریخوالي کچه په داسې حال کې کمه ښوول کېږي چې د عراق د جزا قانون ۴۱ مادې له مخې د مېړه لپاره د ښځې وهل ټکول غیر قانوني چاره نه ده.

خو دې سره د 'عرب بارومیټر'نومي څېړنیزې ادارې ډاکټر کاترین تهوماس چې دغه سروې یې تر سره کړې وايي، د زور زیاتي خبرداری ښايي د ښځو پټه خوله پاتې کېدو ته اشاره وي. نوموړې وايي:

''په دې اړه پوښتنې کول یا د جنسي ځورونې په تړاو غږېدل داسې اسانه چاره هم نه ده. ښځې ښايي د نارینه و پرتله د جنسي ځورونې شکایت کولو کې ډېرې زړه نا زړه شي.''

ویل کېږي په عراق کې له همجنس خوښو نارینه و او جنسیت بدلو ښځو سره د جنسي زور زیاتي په تړاو د بشري حقونو څار اداره هم معلومات لري چې ښايي پولیسو سره یې نه دي شریک کړي.

په سویډن کې د 'اراقویر' په نامه خیریه ټولنې عامر اشور وايي:

''عراق کې د داسې پېښو په اړه ډېر شکایت ځکه نه کېږي چې ټولنیز ارزښتونه یې اجازه نه ورکوي او د داسې ګومان احتمال هم رامنځته کېږي چې ګواکې شکایت کونکی همجنس خوښی دی او دا د نور تبعیضي چلند او تاوتریخوالي لامل کېدای شي.''

سامي نومي ځوان چې وايي یوه خپلوان یې پرې ۱۳ کلنۍ کې جنسي تېری کړی و او د شکایت پر ځای یې پټه خوله کور کلی پرېښود دغه خبره تاییدوي:

''که څوک پولیسو ته پر یوه نارینه د جنسي تېري په تړاو د شکایت کوي، پولیس ښايي پورې وخاندي. مثلا پر ما ۱۳ کلنۍ کې جنسي تېری شوی و، خو زه باوري یم که شکایت مې کړی وای، پولیسو به د یوه قرباني پر ځای د همجنس خوښو تر منځ د جنسي اړیکو یوه ګډونوال په نظر راته کتل، چې دا قانوناً جرم دی.''

سامي اوس ۲۱ کلن دی او وايي، د کورنۍ له قانع کولو وروسته یې له خپلوانو سره اړیکه وشلوله او بغداد ته کډوال شو. نوموړی وايي، اوس بغداد کې مناسبه دنده لري او داسې دوستان یې موندلي چې د ده د ماضي په اړه خبر دی.

نوموړی وايي، له بي بي سي سره ځکه پر دې موضوع وغږيد چې نور هغه نارینه هم وهڅېږي چې غږ پورته کړي چې له جنسي زور زیاتي سره مخامخ شوي دي.

خو تېر یو تړلی کتاب په هر صورت نه دی، سامي وايي تر اوسه احساس کوي چې له چا سره د ژوند شریکه ملګرتیا نه شي کولای.

دی وايي ښايي یوه ورځ د ژوند ملګرې ومومي، خو هغه وخت چې فکر یې بدل شي، چې عراقي ټولنه بدله شي او وايي کله چې ۳۵ کلن شم په دې اړه به له سره غور کوم.

اړونده مطالب