هالنډ کې د مېرمنو پر مخ پټولو محدودیت ولګول شو

حجاب
Image caption هغه کسان چې له دې قانون سرغړونه وکړي اختار ورکړل شوی چې ۱۶۵ یورو به جرېمه شي

په هالنډ کې له تېرې ورځې په عمومي ودانیو کې پر مخ پټولو د محدودیت لګېدو پرېکړه پلې شوه. دغه محدودیتونه پر اسلامي حجاب سربېره د موټر سیکل، باسیکل او د سکي خولۍ پر سرولو هم لګېدلي دي.

په دې اساس په هر ډول چې وي په عمومي ودانیو او عمومي ټرانسپورت سیسټم کې پر مخ پټولو بندیز ولګېد، خو دا محدودیت بیا په سړکونو کې نشته.

هغه کسان چې له دې قانون سرغړونه وکړي اخطار ورکړل شوی چې ۱۶۵ یورو به جرېمه شي، خو دغه قانون له سختو مخالفتونو سره مخ شوی دی.

پولیسو، روغتونونو او د عمومي ټرانسپورټ کارکوونکو ویلي دوی پر هغو کسانو فشار اچول نه غواړي چې مخ یې پټ کړی وي.

Image caption د ټرانسپورټ عمومي شرکتونو له خپلو ټولو کار کوونکو وغوښتل که چا مخ پټ کړی وي ځانونه ترې ناخبره وښیي.

وروسته له هغې چې پولیسو اعلان وکړ، له دې طرحې سره به د یوه مهم جرم په څېر جلند نه کوي، د ټرانسپورټ عمومي شرکتونو هم له خپلو ټولو کار کوونکو وغوښتل که چا مخ پټ کړی وي ځانونه ترې ناخبره وښیي.

د امستردام ښاروال هم ویلي څوک به د دغه محدودیت پلي کولو ته مجبور نه کړي.

له دې وړاندې ډینمارک، فرانسې، اتریش، بلجیم او د کاناډا په کبک ولایت کې هم د حجاب او مخ پټولو ورته محدودیتونه پلي شوي دي.