د چینایۍ "ښاپېرۍ" اصلي څېرې مینه وال خپه کړل

  • 1 اګست 2019 - 10 زمری 1398
چین د انځور حقوق Douyu
Image caption دې ښځې ځان ښاپېرۍ بلله

د یوې چینايي ویډیو بلاګرې مېنه وال هغه مهال هک حیران پاتې شول چې د تخنیکي ستونزې له کبله د هغې له مخه 'جعلي څېره ' یا دمخ فلټر لېرې شو او دوی د یوې پېغلې پر ځای د پاخه عمر یوه ښځه ولیده.

دغې ښځې ځان ته د 'عالیجاه قیاوو بیلوو ' نوم ورکړی و او ځان یې ښاپېرۍ بلله. له دې پېښې وروسته دغه هېواد کې پر خواله رسنیو د ښکلا معیار په تړاو تاوده بحثونه راپورته شوي دي.

د دغې بلاګرې په اړه ویل کېږي، چې کله به په ژوندۍ بڼه پر ډویویو نومې خواله رسنۍ راڅرګندیده، مخ به یې د یوه (فلټر) تر شا پټ کړی و، له سل زره ډېر فالوورز یا مینه وال یې موندلي وو او د خپل 'خواږه او مینه ناک غږ ' له کبله مشهوره وه.

د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د نوموړې ځینې وفادارو مینه والو د 'ښایستوکې الهې ' په نظر ورته کتل او ځینو خو ان ۱۰۰ زره یوان یا څوارلس نیم زره ډالر هم د ډالۍ په توګه ورلېږلي وو.

د ګلوبل ټایمز دغه رپوټ کې ویل شوي، لومړي سر کې هر څه سم روان، ښځه له یوه بل کس سره په شریکه د یوې پېغلوټې له څېرې سره په ژوندۍ بڼه غږيده او مینه والو یې ترې غوښتل چې مخ وروښيي، خو هغې انکار کاوه:

'' زه به تر هغې پورې مخ و نه ښیم، چې ۱۰۰ زره یووان مو راته ډالۍ کړي نه وي، بالاخره زه یوه ښایسته کوربنه یم. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین کې تل پر دې بحث کېږي چې د ښایست معیار باید څه وي

مینه والو یې د پېسو ورلېږل پیل کړل، چې ویل کېږي تر ټولو ډېرې پیسې پکې یوه سړي ولېږلې چې ۴۰ زره یووان وو، چې دې کې ناڅاپه هغه فلټر فعالیت کار پرېښود چې دغې ښځې پر مخ ټومبلی و او رښتینې څېره یې څرګنده شوه.

ویل کېږي نوموړې ته ایله هغه وخت دغه تنخیکي ستونزه معلومه شوه چې مینه والو یې یو په بل پسې د هغې فالوکول پرېښودل او په ځانګړې توګه ډېر نارینه د انلاین خبرو اترو له هغې خونې ووتل چې دا پکې انلاین وه او ورکړل شوې ډالۍ یې هم بېرته واخیستې.

د خواله رسنیو ځینې کاروونکي اوس په خپلو پیغامونو کې وايي، چې د نوموړې مینه وال 'ساده ګان ' وو چې هغې ته یې پیسې ورکولې او باید همداسې ورسره شوي وای.

د یوې بلې خواله رسنۍ 'وایبو ' کاروونکي وايي، قیاوو بیلوو له دې پېښې وروسته خپله پاڼه لغوه کړې ده، خو پر ډیویو پاڼه یې د فالورز شمېر شپږنیم سوه زرو ته رسېدلی دی.

د دغې پاڼې کاروونکو په دې اړه ضد او نقیض څرګندونې کړې، چې ځینو یې پر دغې ښځې نیوکې کړې، خو ځینو بیا ورسره خواخوږي څرګنده کړې او غواړي د ښایسته غږ لرونکې دغې ښځې ته باید د هغې د عمر یا څېرې له کبله بد رد و نه ویل شي.

نژدې ۶۰۰ میلیونه کسانو په دغه انلاین بحث کې برخه اخیستې چې د 'ښځینه بلاګرې خپله د زړې ښځې څېره څرګنده کړه ' له هشټګ سره روان دی.

چین کې نژدې ۴۲۵ میلیونه کسان د زرګونو بېلا بېلو خواله رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه غږیږي او د 'فېس فلټرز ' یا جعلي څېرو ټومبل پکې عام دي.